کورنۍ

خُرم: امریکا به له افغانستانه د تروریزم د صادرولو کار ژر پیل کړي

عبدالکریم خرم، د ولسمشرۍ پر مهال د حامد کرزي د دفتر رييس

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

په منځني ختیځ کې پر داعش فشار شاید په افغانستان کې د لا فعالېدو بهانه وګرځي

له هغو بین المللي استخباراتي اجنټانو سره، چې له تروریستانو سره کار کوي، د روسي او عربي ژبو ترجمانانو شمېر زیات شوی

د حامد کرزي سیاستونو زموږ په سیمه کې د امریکا دا پروژه اقلاً اووه کاله وځنډوله

كابل – د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د جمهوري ریاست د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم په یوه لنډه مرکه کې ویسا ته وویل، چې په ۲۰۱۶ کې امریکا له افغانستانه نورو هېوادونو ته د تروریستانو د لېږد پر پروژه زیات کار وکړ او ژر به دغه کار عملاً شروع کړي.

نوموړي وویل، چې همدا اوس هم د افغانستان په مشرقي برخه کې داعش موجود دی، تر هر ځل عملیاتو وروسته بېرته خپلې سیمې اشغالوي او په کونړ کې یې تشکیلات ورځ تر بلې منظم کېږي. خرم زياته كړه، هغه څه چې په بدخشان کې تېرېږي، ډېر خطرناک دي او د کندز حوادث د دې مانع ګرځي، چې په بدخشان کې د تروریستانو د ځای پر ځای کېدو او منظم کېدو خطر ته خلک متوجه شي.

عبدالکریم خُرم وايي، له هغو بین المللي استخباراتي کارکوونکو سره، چې له تروریستانو سره او د دوی په تقویت کې کار کوي، د عربي او روسي ژبو ترجمانانو شمېر زیات شوی او دا ښکاروي، چې په منځني ختيځ کې تربیه شوي تروریستان اوس زموږ سیمې ته په راتلو دي.

البته په عراق او سوریه کې پر داعش د فشارونو زیاتېدل به باعث شي، چې کله یې په افغانستان کې فعالیت زیاتېږي، هم افغان او هم د ناټو چارواکي ووایي، دغه تروریستان له هغه ځایه افغانستان ته راغلل، حال دا چې دا لړۍ له مخکې پیل شوې ده.

خرم وویل، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل ملي دریځ او ملي سیاستونو سره د هر هغه څه مخه نیوله، چې د افغانستان لپاره یې خطرناک ګڼل، په همدې لړ کې یې په ۲۰۰۹ کال کې د اجرائیه ریاست پست جوړېدل ونه منل، پرته له ضمانتونو یې د BSA له لاسلیکولو ډډه وکړه، دا باعث شول، چې په سیمه کې د امریکا لویې ستراتیژیکې پروژې او د هغو په جمله کې د امریکایي اډو په حضور کې له افغانستانه د تروریستانو د صدور پروژه کم له کمه اووه کاله وځنډېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون