لوبې

نبي او شهزاد پاکستان سوپر لیگ دويم پړاو ته واخيستل شول

نړۍ نیوز – ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۶

د پاکستان کريکټ بورډ غواړي په ۲۰۱۷ کې یو ځل بیا پاکستان سوپر لیگ چې تېر کال په پوره بریا سره ترسره شوه پيل کړي  چې د دغو سیالیو لپاره تېره شپه ناوخته لوبغاړي انتخاب شول.

د پاکستان سوپر لیگ دويم پړاو به د ۲۰۱۷ په اکټوبر کې پیل شي او د دغه لیگ مسوول نجم سیټي تېره شپه رسنیو ته وویل چې د دغو سیالیو پایلوبه به د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.

پاکستان سوپر لیگ کې تر دمه پنځه لوبډلې چې کراچي کینگز (Karachi Kings)، لاهور قلندرز (Lahore Qalandars)، کوېټه گلډییټرز (Quetta gladiators)، پیښور زلمي (Peshawar Zalmi) او اسلام اباد یونایټد (Islamabad United) لوبیږي.

د پاکستان سوپر لیگ سیالیو لپاره د لوبغاړو بولي کې چې تېره شپه ترسره شوه د نړۍ یو شمیر پیاوړو او پیژندل شوو لوبغاړو هم گډون وکړ.

د سوپر لیگ په دويم پړاو کې به د برېنډن میککلم، کرېس گېل، کېون پیټرسن، سنیل ناراین، کېرن پولارډ، ایون مورگن، شېن واټسن، انډرې رسل، کارلوس براتویت په گډون د نړۍ یو شمیر نور پیاوړي او پیژندل شوي لوبغاړي هم گډون وکړي.

د کريکټ دغه لیگ کې د پاکستان یو شمیر پیژندل شوي لوبغاړي لکه شاهد افریدي، محمد عامر، کامران اکمل، وهاب ریاض، سهیل تنویر او مصباح الحق هم گډون کوي.

د پاکستان سوپر لیگ په لومړي پړاو کې د افغانستان یوازې یو لوبغاړی محمد نبي اخیستل شوی و چې کوېټه گلډییټرز ته يي لوبه کوله او دغې لوبډلې ته يي د یو شمیر لوبو په گټلو سره خپل وړتیا او ارزښت ثابت کړ.

خو ښه خبر دا دی چې د پاکستان سوپر لیگ په دویم پړاو کې به دوه افغان لوبغاړي لوبیږي. له محمد نبي سربیره محمد شهزاد هم دغه لیگ کې واخیستل شو.

کوېټه گلډییټرز نه غوښته چې محمد نبي له لاسه ورکړي نو له همدې امله يي یو ځل بیا له ځان سره وساته او بولي ته يي وړاندې نه کړ.

د افغانستان پیاوړی توپ وهونکی او وېکټ ساتونکی محمد شهزاد محمدي د پېښور زلمي لوبډلې له خوا واخېستل شو چې د شاهد افریدي او سمیولز په څیر پیاوړي لوبغاړي هم په کې لوبیږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د افغانستان د کريکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزی بي بي سي پښتو ته په یوه مرکه کې وویل چې د ملي لوبډلې مشر روزونکی د محمد شهزاد په گډون یو شمیر لوبغاړو ته د فټنس لارښونه کړې او که چیرې په ټاکلې موده کې فټ نه شي نو د لوبې فرصت به نه ورکول کیږي.

خو محمد شهزاد د افغانستان یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې نه یوازې په افغانستان  بلکې په ټوله نړۍ کې ګڼ  مینه وال لري او  پیاوړې لوبې سره يې تل د افغانستان لپاره لوبې گټلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون