امنيت

د نا امنۍ له امله د سرپل د بلخاب جهيل نندارچیان کم شوي

بلخاب جهيل، سرپل

نړۍ (یکشبنې 14اگست2016)

د سرپل د بلخاب ولسوالۍ د (پاى جه) کلي سيندگوټى په اوړي کې د دغه ولايت تر ټولو ډېره ليدونکې سيمه وه، خو سږ کال د نا امنيو له امله ډېر کم خلک له دغه ځايه ليدنه کوي.

د جه جهيل (سيند گوټى) د بلخاب په (پاى جه) سيمه کې دى.

د راپورونو پر بنسټ، د دغه ښکلي او نيلي سيندگوټي اوږدوالى 850 متره دى او پلنوالى يې په ځينو برخو کې 350 متره او په ځينو کې ځايونو کې 130 متره کېږي.

دغه جهيل رنگارنگ کبان لري او د وچو غرونو په منځ کې بهېږي چې د هر ليدونکي پاملرنه ځان ته اړوي.

د بلخاب د ترخوج کلي اوسېدونکى محمداکبري چې د دې منظرې د ليدلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې کلونه وړاندې به د غبرگولي مياشتې نه د وږې مياشتې تر پايه پورې سلگونه کسانو د هېواد له بېلابېلو سيمو او حتى بهرنيو هېوادونو نه له دې سيمې ليدنه کوله.

خو هغه وايي چې سږ کال د نا امنيو او د همدغه ولايت د سانچارک ولسوالۍ په ده مرده سيمه کې د بلخاب- سرپل ښار لارې د بندوالي په سبب يواځې د سرپل، بلخ او سمنگانو د گوتو په شمېر کسان د دغه ځاى ليدو ته راځي.

ځايي خلک وايي، هغه لار چې بلخاب ولسوالي د مرده سيمې له لارې د سرپل ښار سره نښلوي، له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې د نا امنۍ په سبب د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د هغوى په خبره، د بلخاب- سرپل ښار لاره 130 کيلومتره ده، خو اوس پرې يواځې گړندي مسافر وړونکي موټر د سمنگانو دره صوف ولسوالۍ- بلخ ولايت مزار شريف ښار او جوزجان ولايت نه د سرپل تر مرکز پورې په ډېرې سختۍ تگ کوي، ځکه چې پ دغه 300 کيلومتري لاره چې بلخاب او دره گلوى سيمې نښلوي، بيا رغونې ته اړتيا لري.

جاوېد چې د بلخ له مرکز مزارشريف ښار نه د بلخاب جهيل ليدو ته راغلى، وويل چې له يوې خوا په دې سيمه کې هوټل، رسټورانټ او بازار نشته او بلخوا زيات خلک د امنيتي ستونزو په سبب د بلخاب لويې لارې په اوږدو کې کومه بله داسې لاره نشته چې دغه ځاى ته را غځېدلې وي.

هغه وويل چې کلونه وړاندې په دې ځاى کې رسټورانټونه او کب پخلنځي شته وو، خو اوس فعاليت نه لري؛ ځکه چې د سيلانيانو شمېر کم شوى دى.

د بلخاب ولسوالۍ د (پي غوله) کلي د پراختيايي شورا مشر محمد حسين عزيزي چې اوسمهال ددغه تفريځي ځاى د ساتلو مسووليت ور له غاړې دى، وايي چې د (ده مرده) لارې د بندښت او نا امنيو په سبب ډېر کم خلک له دې ځايه ليدنه کوي.

هغه زياتوي چې پخوا به حتى بهرنيو سيلانيانو له دغه ځايه ليدنه کوله، خو اوسمهال د (ده مرده) لاره بنده ده، تر دې چې د گاونډيو ولايتونو ډېر کم اوسېدونکي ورته د تفريح لپاره راځي.

نوموړى چې د سيلانيانو د استفادې او تفريح لپاره يې خپله کوچنۍ کښتۍ جهيل ته راوړې، وايي چې د ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د امنيتي ستونزو له امله چا په دې ځاى کې د هوټل جوړولو لپاره اقدام نه دى کړى او ډاډمن نه دي چې دا نا امنۍ به ژر ختمې او د جهيل ليدونکي به زيات شي.

عزيزي له حکومته وغوښتل چې د بلخاب لارې د امنيت په خوندي کولو کې اقدام وکړي، څو خلک وکولى شي چې په ډاد سره بلخاب ته لاړ شي، تفرېح وکړي او دغه ځاى بلخابيانو ته د عايد پر يوه سرچينې بدل شي.

په ورته وخت کې د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وايي چې د سرپل- بلخاب لويې لارې په اوږدو کې شته گواښونه به له دولتي ځواکونو سره د خلکو په همکارۍ لرې کړي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت هم څو ورځې وړاندې ويلي وو چې د بلخاب لويې لارې د بندښت حل کولو لپاره هڅه کوي او کوښښ يې دادى چې د بلخاب په شترگردن او دره گلوى سيمو واټ بيا ورغوي او ددغه مسير د مسافرو ستونزه حل شي، څو بار وړونکي موټر هم له دې لارې تگ راتگ وکولى شي.

هغه همدارنه ويلي وو، په پام کې ده چې د امنيتي ستونزو د حل لپاره د سيمه ييزو پوليس سل کسيز ځواک منظور شي.

سرچینه: پژواک خبري اژانس

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون