کورنۍ

سرنوشت: حقاني شبکه په پاکستان کې د پوځ او استخباراتو تر حمایې لاندې ازادانه فعالیت کوي

د سرنوشت په خبره، دا له ۲۰۰۱ وروسته لومړی ځل دی، چې د طالبانو په یوه برید کې دومره سرتېرو ته مرگ ژوبله اوړي.

نړۍ نیوز – ۲۹ اکټوبر ۲۰۱۶

سرنوشت ورځپاڼه

امریکايي چارواکي وايي، چې حقاني شبکه په پاکستان کې ازادانه تگ او راتگ لري او له همغه ځایه په افغانستان کې عملیات رهبري کوي.
په افغانستان کې دناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جان نیکولسن په خپله وروستۍ مرکه کې پر دې اعتراف کړی، چې حقاني شبکه په پاکستان کې ازادانه فعالیت کوي.
نیکولسن انډیا ایکسپرېس شبکې ته ویلي چې حقاني شبکه، القاعده او طالبان د بېرته یوځای کېدو په حال کې دي.

هغه زیاتوي، له یوې خوا وینو چې پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره گامونه اخلي، خو له بلې خوا دغه هېواد د حقاني شبکې پر پټنځي بدل شوی او له هغه ځایه ازادانه په افغانستان کې ترهگریز عملیات کوي.

له دې وړاندې د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر پر ۲۳مه د امریکا لوی درستیز مایک مولن ویلي وو، چې ای ایس ای د حقاني شبکې ښي مټ دی.
مولن تر تقاعد وړاندې ددغه هېواد کانگرس ته وویل، چې حقاني شبکه د ای ایس ای امسا ده او په کابل کې د امریکا پر سفارت او په میدان وردگو کې بریدونه د حقاني شبکې او ای اېس ای په گډه همکارۍ پلان شوي او ترسره شوي.

د چارو شنونکي وايي، چې امریکايي چارواکي د ای ایس ای او حقاني شبکې ترمنځ پر خورا تنگو او نږدې اړیکو پوهېږي، خو له دې سره سره د پاکستان پر وړاندې اقدام نه کوي.
شنونکي امریکا په افغانستان کې په دوه مخې پالیسۍ تورنوي، چې له یوې خوا د جنگیالیو او ترهگرو ملاتړي هېوادونه حمایه کوي او له بلې خوا له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره، چې د ترهگرو پر وړاندې جنگیږي، هم مرستې کوي.

یو شمېر سرچینې وايي، چې د حقاني شبکې جنگیالي او قوماندانان دا مهال د پښتونخوا په پېښور، بورډ بازار، تاج اباد، حیات اباد، صوابۍ، ایبټ اباد او گڼو نورو سیمو کې د پوځي استخباراتو په ملاتړ اوسېږي.

د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ په دې وروستیو کې یوه ناسته هغه پر لفظي شخړې واوښته، چې د پنجاب ایالت والي پر پوځي استخباراتو تور پورې کړ، چې ترهگر او جنگیالي، چې کله د پولیسو له خوا نیول کېږي، پوځي استخبارات یې بېرته خوشې کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون