پاکستان او ايران سلايډ (فيچر) سياست

پاکستان کې سیاسي بې‌ثباتي: راتلونکي ۴۸ساعتونه ټاکونکي گڼل شوي

پاکستاني رسنۍ وايي ۴۸راتلونکي ساعتونه ټاکونکي دي

نړۍ نیوز – ۲۹ اکټوبر ۲۰۱۶

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد او څېرمه ښار راولپينډۍ کې د انصاف غورځنگ مشر، عمران خان او د هغه د ايتلافي گوندونو غړو سره د پوليسو له اخ و ډب وروسته د پاکستان سياسي حالات ترينگلي شوي دي.

مرکزي او د پنجاب ايالتي حکومت اسلام اباد او راولپينډۍ کې د عمران خان په مشرۍ انصاف غورځنگ له لوري د پراخو لاريونونو د مخنيوي په موخه د اسلام اباد او راولپينډۍ ښار ټولې سترې لارې تړلي او پر هر ډول سياسي غونډو يې بنديز لگولی، خو محکمې امر کړی، چې حکومت دې د اسلام اباد لارې بېرته پرانيزي، همدارنگه پوځي چارواکو هم پينډۍ کې هغه لارې بېرته پرانيستي، چې حکومت بندې کړې وې.

د پاکستاني چارو څارونکو له نظره، د لومړي وزیر نواز شريف د حکومت او سياسي وضعیت په اړه راتلونکي اته څلوېښت ساعته ډېر اړين دي او که واکمن گوند سالمه پرېکړه ونه کړه، کېدای شي د پاکستان په سياسي نظام کې پاموړ بدلون راشي.

د عمران خان پر پلويانو د امنيتي ځواکونو د بريد او بندي کولو له امله انصاف غورځنگ په ټول هېواد کې د حکومت پر ضد لاريونونه اعلان کړي او د همدې ترينگلو حالاتو له امله لومړي وزير نواز شريف قرغزيزستان ته خپل سفر لغوه کړ.

پاکستاني سرچينې وايي، چې د واکمن گوند مرکزي غړي له تېرو څو ورځو راهيسې د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره په ليدو بوخت دي او هڅه کوي، چې د پوځ په مرسته اوسني کړکېچن حالات سمبال کړي.له وروستيو معلوماتو داسې نه برېښي، چې حکومت او پوځ دې يو جوړجاړي ته سره ورسيږي.

د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار، د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، د لومړي وزير ورور او د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف د پاکستان لوی درسيز جنرال راحيل شريف سره د هغه په کور کې ناستې کړي  او د روانو حالاتو په اړه يې ترې مرسته غوښتې.

ملکي حکومت په داسې حال کې له پوځ څخه د مرستو غوښتنه کوي، چې دوه اوونۍ وړاندې پاکستاني ورځپاڼې «ډان» د ملکي چارواکو له خولې راپور خپور کړی و، چې د هېواد  امنيتي حالاتو په اړه د بحث پر مهال د ملکي او پوځي چارواکو ترمنځ لفظي شخړه شوې ده. د دغه خبر له خپرولو وروسته کورونيو چارو وزات د راپور خپروونکي ژورنالېست سيرال الميډا پر بهرني سفر بنديز ولگاو، خو د يو شمېر فشارونو له امله يې څو ورځې وروسته دغه بنديز بېرته پورته کړ.

پوځ د استخباراتي کړيو له خولې ويلي، چې د خبر خپروونکو کې د مرکزي حکومت وزير، د صدارت ماڼۍ د اطلاعاتو سکرټر او بله ښځینه چارواکې  ده. پاکستانی ژورنالېست سميع ابراهيم وايي، چې په دغو تورنو کسانو کې د اطلاعاتو وزير پروېز رشيد، د صدارت ماڼۍ سکرټر، چې تر اوسه يې نوم رسنيو ته نه دی راوتلی او د لومړي وزير لور مريم نواز ده. پوځي سرچينې وايي، چې د خبر لپاره خپرېدو وړاندې مريم نواز له سرل المايډا سره اته ځله د وايبر له لارې خبرې کړي دي.

پاکستانۍ سرچينې وايي، چې د دغه خبر د خپرېدو له امله د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اړيکې نورې هم ترينگلې شوي دي. پوځ وايي، چې د پټې غونډې خبر رسنيو ته ورکوونکو چارواکو «ملي خيانت» کړی او له حکومته يې غوښتي، چې دغه چارواکي دې پوځي محکمې ته وسپارل شي.

د حکومت اندېښنه په دې کې ده، چې کېدای شي، د خبر خپورولو په تور نيول شوي چارواکي د څېړنو پر مهال ځينې داسې څرگندونې وکړي، چې د پوځ پر ضد د حکومت پټه دسيسه ترې څرگنده شي او دا به د لومړي وزير نواز شريف ستونزې نورې هم زياتې کړي.

حکومت له پوځ څخه د عمران خان د احتجاجي ناستو او لاريونونو د مخنيوي لپاره مرستې غواړي، خو پوځ ټينگار کوي، چې د «ملي گټو پر ضد فعاليتونه او ملي رازونه خپرول د عمران خان له لاريونونو ډېر اړين دي او بايد بحث پرې وشي.»

تر وروستيو معلوماتو داسې نه برېښي، چې حکومت او پوځ دې يو جوړجاړي ته سره ورسيږي.

۲۰۱۴ کې د انصاف غورځنگ مشر عمران خان او په پاکستان کې مخکښ صوفي-مذهبي مشر، طاهر القادري په مشرۍ پوځ ته نژدې ډلې نژدې درې مياشتې اسلام اباد کې د حکومت پر ضد احتجاجي ناستې وکړې.

هغه مهال هم احتجاجي ناستې د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ د بې باورۍ او ستونزو له امله پيل شوې وې او حکومت پوځ سره د يو شمېر وعدو پر مټ وتوانېد، چې دغو احتجاجي ناستو څخه ځان خلاص کړي. د تېرو احتجاجي ناستو پر مهال پوځ له حکومته غوښتنه کړې وه، چې بهرنۍ پاليسي دې پوځ ته وسپاري، د کشمير مسئله، همدارنگه افغانستان او هند سره د اړيکو مسووليت بايد د پوځ په واک کې وي، حکومت بايد د پوځ په مشوره د بهرنيو چارو وزير وټاکي او وروستۍ خبره يې دا وه، چې حکومت دې د پخواني پوځي واکمن متقاعد جنرال پروېز مشرف له محاکمې لاس واخلي؛ خو نواز شريف پوځ سره په کړو ژمنو کې پاتې راغی او له تېرې اوږدې مودې راهيسې د پوځ او حکومت ترمنځ بې باورۍ او ستونزې يو ځل بيا زياتې شوي دي.

پوځ د همدې ورځې په تمه و، چې سياسي گوندونه يو ځل بيا د حکومت پر ضد داسې گامونه پورته کړي، چې حکومت بندې کوڅې ته ودروي او د سياسي اکسيجن له کمښت سره يې مخ کړي.

عمران خان د ۲۰۱۴ په پرتله دا ځل جدي بريښي او د نورو ډلو ملاتړ هم ورسره دی. طاهر القادري ډلې هم اعلان کړی، چې د دويم نومبر احتجاجي ناسته کې د عمران خان په ملاتړ گډون کوي، همدارنگه د مولانا سميع الحق په مشرۍ دفاع پاکستان کونسل هم پرېکړه کړې، چې د حکومت ضد دې لاريون کې گډون وکړي.

 د حکومت پر ضد د سياسي گوندونو مخالفت او لاريونونه په داسې حال کې پيلېدونکي دي، چې پاکستان په نړيوال سياست کې هم د ترهگرو د ملاتړ په تور د انزوا ښکار دی، همدارنگه په کوردننه هم د پوځ او حکومت ترمنځ د واک پر سر شخړې او بې باورۍ زياتې شوي دي.

د پوليسو له لوري د لاريونوالو پر ضد له تاوتريخوالي وروسته عمران خپله پرونۍ غونډه وځنډوله او اعلان يې وکړ، چې د نورو ډلو په ملاتړ به د نومبر په دويمه پراخ احتجاجي  لاريون پيل کړي او اسلام اباد به د حکومتي چارواکو پر مخ وتړي.

يو پلو د حکومت او اپوزيسيون ډلو ترمنځ د لاريون پر سر شخړې دي، حکومت هم د ۲۰۱۴ په پرتله يوازې دی؛ ځکه چې د اپوزيسيون نورې ډلې هم وايي، د نواز شريف گوند او د کورنۍ غړۍ په پراخ مالي فساد کې ښکېل دي او يوازې هغه مهال د حکومت ملاتړ ته تيار دي، چې په مالي فساد تورن کسان محکمې ته وسپاري.

عمران خان هم وايي، چې نواز شريف دې استعفا ورکړي، يا دې هم ځان د حساب لپاره محکمې ته وړاندې کړي.

ورته وخت کې حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، چې د پوځ چارواکي راضي کړای شي او برعکس پوځ له حکومته غوښتنې کوي، چې د پوځ شرطونه ومني او هغه چارواکي پوځي محکمې ته وسپاري، چې د ملکي او پوځي چارواکو د لفظي شخړې خبر يې رسنيز کړی و. پوځ په دې باور دی، چې حکومتي چارواکو په لوی لاس د ملکي او پوځي چارواکو د لفظي شخړې راپور رسنيز کړی دی او پوځ ټينگار کوي، چې په دې پېښه کې ککړ چارواکي دې د ملي خيانت په تور پوځي محکمې ته وسپارل شي.

حکومت نه دی تيار، چې خپل چارواکي پوځ ته وسپاري او که دا کار يې وکړ، دا به داسې معنا ولري، چې واکمن گوند پر خپل خيانت په خپله اعتراف کړی او حکومت به نور هم له ستونزو سره مخ شي.

پوځ سره د څو کلنو تجربو او ټکر سربېره هم نواز شريف تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د پوځ او حکومت ترمنځ ستونزې او بې باورۍ کمې کړي.

لوی درستیز جنرال راحیل شریف د نومبر په درېيمه اوونۍ کې تقاعد کېږي، داسې اوازې دي، چې نواز شريف او د گوند غړي يې د يوازېتوب احساس کوي او پرېکړه يې کړې، چې د نومبر تر دویمې د جنرال راحيل شريف پر ځای د پوځ  لپاره نوی مشر وټاکي.

ځينې حکومتي کړۍ په دې اند دي، چې  د جنرال راحيل شريف پر ځای د نوي مشر ټاکلو سره به د پوځ  غوسه او خپگان کې کمښت راشي او روانه مسئله به هم تر يو بريده سړه شي.

پوځ له تېر يوه کال راهيسې څو ځلې ملکي حکومت په اداري فساد تورن کړی، چې خپلې چارې په سمه توگه پر مخ نه شي بوولی او په پاکستاني رسنيو کې هم داسې ژورنالېستان او کارپوهان شته، چې د پوځ په ملاتړ پر حکومت نيوکې کوي.

د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ ناندريو په هېواد کې دننه امنيتي او اقتصادي حالات کړکېچن کړي، چين هم څو ځلې داسې اشارې کړي، که پوځي او ملکي چارواکي د چين‌-پاکستان د اقتصادي دهلېز په اړه خپل اختلافات لرې نه کړي، دغه پروسه له ستونزو سره مخ کېدای شي.

اوس چې عمران خان او وروسره  سياسي او ځينې مذهبي ډلې د مالي فساد په تور د نواز شريف او د هغه د کورنۍ او گوند محاکمه غواړي، واکمن گوند له سخت سياسي فشار سره مخ دی.

پاکستان کې د پوځي کودتاوو شاليد

پاکستان قوي پوځ او کمزوری ملکي حکومت لري. له پيله د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت اړيکې پيکه او تر ډېره ترينگلې پاتې شوي دي. تر اوسه پاکستان کې څلور پوځي کودتاوې شوي او هره کودتا پاکستان لپاره د يوې بلې غميزې پيل بلل شوی دی.

۱۹۵۸ کې لوی درستيز جنرال ايوب خان پر واکمن ميرزا سکندر کودتا وکړه د فېروز خان نون په نوم خپل ملگری لومړی وزير وټاکه، خو ديارلس ورځې وروسته يې نون له دندې گوښه او خپل ځان يې د پاکستان ولسمشر وټاکه. د جنرال ايوب خان کودتا په اړه ويل کېږي، چې د انگرېز پر ځای يې امريکا سره اړيکې خوږې کړې او د ده له وخته امریکايي پوځيان پاکستان کې پراته دي.

۱۹۶۹ کې د پوځ بل مشر جنرال يحيی خان د ولسمشر ايوب خان پر حکومت کودتا وکړه، خو په لنډه موده کې د ۱۹۷۱ د مارچ په ۲۶مه ختيځ پاکستان «بنگله‌دېش»د جنرال يحيی د واکمنۍ پر مهال له خونړۍ نښتو وروسته له پاکستانه جلا شو. په دغه جگړه کې نوي زره پاکستاني پوځيان هند ژوندي نيولي وه.

۱۹۷۷م کې، چې سيمه کې د امريکا گټې له گواښ سره مخ وې او د مذهبي فکر لرونکي پوځي واکمن ته يې اړتيا وه، جنرال ضياءالحق د لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو پر ولسي حکومت کودتا وکړه، لومړی وزير يې په دار کړ او خپل ځان يې ولسمشر اعلان کړ.

د څارونکو په اند افغانستان کې د پېښېدونکي شوروي يرغل پر وړاندې امریکا د جنرال ضياءالحق په څېر پوځي ديکتاتور ته اړتيا درلوده، چې بالاخره ۱۹۸۸ کې له يو شمېر پوځي افسرانو او امريکايي چارواکو سره د الوتکې چاودنې په پېښه کې ووژل شو.

د پاکستان څلورمه کودتا هغه مهال وشوه، چې امريکا په سيمه کې روڼ اندی لیبرال پوځي مشر ته اړتيا وه، چې بالاخره ۱۹۹۷ د پوځ مشر د نواز شريف په مشرۍ له ملکي حکومت سره له تاوتريخوالي او بې باورۍ وروسته دغه کال د اکتوبر پر ۱۲مه پوځي کودتا وکړه، حکومت يې نسکور کړ، لومړی وزير، د کابينې غړي او د نواز شريف نژدې ملگري يې زندان ته واچول او اساسي قانون يې وځنډاوه.

د مشرف د کودتا په اړه څارونکي وايي، چې افغانستان کې د طالبانو نسکورولو او د امريکا راتلو لپاره امريکا پلوي جنرال ته اړتيا وه او دغه کار جنرال پروېز مشرف د امريکا په نظر په ښه توگه کولای شوای؛ ځکه د ملکي حکومت په شتون کې پاکستان او سيمه کې د امريکا په ملاتړ ازاد فعاليتونه ستونزمن، بلکې ناشوني برېښېدل.

اوس هم داسې اټکل کېږي، چې د نړۍ ستر هېوادونه پاکستان کې د خپلو گټو لپاره د پوځي کودتا ملاتړ کوي او د دغه ملاتړ تر شا کوم رازونه پټ دي دا به وروسته روښانه شي.

احتمالي سناریوگانې

اوس مهال د سياسي اپوزيسيون ډلې هم د نواز شريف ملاتړ ته نه دي تيارې، عمران خان او ورسره ډلو هوډ کړی، چې د نواز شريف تر استعفا او محاکمې به خپلو احتجاجي ناستو ته دوام ورکړي. عمران خان گواښ کړی، که د لاريونوالو پر ضد سخت گامونه پورته شول او «درېيم ځواک» (پوځ) راغی، نو پړه به يې د نواز شريف پر غاړه وي.

پاکستانۍ سرچينې وايي، چې حکومت د سياسي اکسيجن له کمښت سره مخ دی او که د سياسي ډلو غوښتنې ونه منل شي، د لاريونوالو او حکومت ترمنځ ټکر راځي.

دفاع وزير خواجه اصف گواښ کړی، که هر چا پر دولتي ودانيو بريد وکړ، پر ضد به يې سخت گامونه پورته شي. که د حکومت او لاريونوالو ترمنځ ټکر وشي، دا امکان ډېر قوي دی، چې پوځ دې مداخله وکړي او مخکې له دې، چې نواز شريف پوځ لپاره بل مشر وټاکي پوځ به پر ملکي حکومت کودتا وکړي.

که پوځ واک ترلاسه کړي، د واکمن گوند په گډون ټولو سياسي گوندونو ته يې زيان دی.

که نواز شريف غواړي، چې واک يې وژغورل شي، د خلاصون يوازېنۍ لاره يې دا ده، چې د پاناما ليکس په خپاره شوي راپور کې د خپلې کورنۍ او گوند غړي د مالي فساد په تور محکمې ته وسپاري او د سياسي ډلو غوښتنې ومني.

که نواز شريف او د اپوزيسيون ډلې خپلو کې جوړجاړي ته ونه رسيږي، بيا اټکل داسې دی، چې پوځي چارواکو ته فرصت په لاس ورځي، حکومت به نسکور شي او پړه به يې د واکمن گوند ترڅنگ پر اپوزيسيون ډلو هم وي.

عمران خان چې مخکې له مخکې ویلي، چې د «درېیم ځواک» د رامخې ته کېدو پړه د نوازشریف پر غاړه ده، داسې برېښي چې عمران خان ته د پوځي مداخلې احتمال هم یوه بریا ښکاري.

د  پاکستان سياست او واکمن گوند لپاره راتلونکي ۴۸ ساعته برخلیک‌ ټاکونکي دي، چې حکومت يو لور ته د سياسي ډلو غوښتنې ومني او بل لورته د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ شته بې‌باورۍ راکمې کړای شي. که حکومت په دې چارو کې بريالی نه شي، حکومت لپاره راتلونکی گواښنده ښکاري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون