کورنۍ

سرنوشت: له فساد سره مبارزه؛ عمل که بیا هم ژمنې؟

ولسمشر غني وايي د اداري پر ضد مبارزه کې جدي دی

سرنوشت ورځپاڼه

چارواکو بیا ژمنه وکړه چې چې له فساد سره به مبارزه کوي او په عدلي او قضايي ارگانونو کې به د مداخلې مخه نیسي. لوی څارنوال وايي چې د اداري فساد او قانون ماتونې پر وړاندې جدي او موثره مبارزه کوي. نوموړي پرون یوه کنفرانس ته وویل: «د فساد پر وړاندې زموږ زغم صفر دى.» په دغه کنفرانس کې ولسمشر هم وویل چې نه خپله او نه به هم بل چا ته اجازه ورکوي چې د قضایي ارگان او په ځانگړې توگه د لوی څارنوال په چارو کې لاسوهنه وکړي. نوموړي د عدلي او قضايي ارگانونو چارواکو ته په خطاب کې وویل: «که زما له خوا یا زما د شاوخوا کسانو لخوا مو د قانون لږ څه نقض هم ولیده، لومړی یې له موږه پیل کړئ.»
خلکو د تېر په څېر یو ځل بیا د چارواکو ژمنې واورېدلې او په تمه دي چې عملي گامونه به هم واخیستل شي. له بده مرغه چارواکو خپلې ژمنې پرله پسې تر پښو لاندې کړې، له همدې امله خلک بیا هم دغو ژمنو او خبرو ته د شک په سترگه گوري. د خلکو تمه دا ده چې دا ځل د خبرو پر ځای عملي گامونه واخیستل شي. ولسمشر، اجرائیوي رییس او نورو چارواکو ته په کار ده چې نور له خلکو سره ژمنې ونه کړي، بلکې عمل وکړي او له عمل وروسته خلکو ته ووايي چې څه یې کړي دي. له بله اړخه له بده مرغه لا هم ستونزه له پاسه ده؛ لا هم په د سیاسي، گوندي، ژبنیو، قومي او سیمه ییزو تړاوونو پر اساس د مفسدینو ملاتړ کېږي. د دې تر څنگ لا هم له ارگ او اجرائیوي ریاست څخه د عدلي او قضايي ارگانونو په چارو کې لاسوهنه کېږي.
له بده مرغه په عدلي او قضايي ارگانونو کې هم ستونزه دا ده چې لا هم خپلواک عمل نه شي کولی او په چارو کې یې د نورو د لاسوهنې مخه نه ده نیولې، له همدې امله ستونزې دي او داسې کوم کار نه دی شوی چې خلک دې له فساد سره په مبارزه او د قانون په عملي کولو کې د دغو اورگانونو کارونو ته هیله من کړي.
اوس چې افغانستان د قانون ماتوونکو هېوادونو په سر کې راغلی دی، نو په کار ده چې نور له دغه شرم څخه ځان خلاص کړي. د حکومت مشرانو ته په کار ده چې لومړی له خپله اړخه قانون ته درناوی وکړي او تر پښو لاندې یې نه کړي. له بده مرغه اوس تر بل هر چا د حکومت مشران ډېر، قوانین تر پښو لاندې کوي او ناقانونه کړنې کوي. له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم بنسټیزې ستونزې پر ځای دی؛ لا هم له فساد سره د مبارزې په برخه کې حکومتي مشران سیاسي چلند کوي، په حکومت کې ښکېل اړخونه له فساد سره مبارزې د بل اړخ له مفسد سره مبارزه گڼي او خپل مفسد هېروي، ان یو ډول توافق رامنځته شوی چې دواړه لوري به یو د بل پر فساد او مفسدینو سترگې پټوي، له همدې امله نه له فساد سره مبارزه کېږي او نه هم قوانین عملي کېږي.
له دې وروسته حکومتي چارواکي باید قانون ته درناوی وکړی، د عدلي او قضايي ارگانونو مشران هم باید نور خپله خپلواکي ثابته کړي او پرې نه ږدي چې حکومتي مشران یې په چارو کې مداخله وکړي. دغه راز دوی باید نور له خلکو سره ژمنې ونه کړي، بلکې عملي گامونه واخلي او له عمل وروسته خلک خبر کړي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون