امنيت سلايډ (فيچر)

د افغان امنیتي ځواکونو تلفات تر بل هر وخت زیات شوي

سیگار وايي د ۲۰۱۶ تر درېیمې ربعې ۵۵۲۳ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي

نړۍ نیوز – ۳ نومبر ۲۰۱۶

د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر پر ۳۰مه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرمفتش ادارې (سیگار) د امریکا کانگریس ته په خپل د ۲۰۱۶ کال د درېیمې ربعې په راپور کې د افغانستان امنیتي وضعیت، میرمنو، اقتصاد او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو راپور ورکړ.

د دغه راپور له مخې د سیگار ادارې د امریکايي ځواکونو د معلوماتو له مخې وویل، چې د ۲۰۱۶ کال تر درېیمې ربعې د افغان امنیتي ځواکونو ۵۵۲۳ تنه په جگړه کې ووژل شول، ۹۶۶۵ تنه یې زخمیان شول او په دغه ډول په مجموعي توگه ۱۵۱۸۸ تنو ته مرگ ژوبله واوښتله.

د سیگار د دغه راپور او د افغان امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې د ارقامو په تړاو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي غبرگون وښود او ویې ویل: افغان امنیتي ځواکونه د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي او په دوی کې د مرگ ژوبلې په شرحه کې په یادونې ډول لوړوالی نه دی کتل شوی.

د سیگار دغه راپور یوازې امنیتي برخې ته ځانگړی شوی نه و، بلکې سیگار په خپل راپور کې گواښ وکړ، که چیرې حالات همداسې روان وي، نو تېرې لاسته‌راوړنې به خوندي پاتې نه شي، هغه هم په داسې حال کې چې سږکال د بې وزلۍ، بې کارۍ، تاوتریخوالي، اروپا ته تگ او د هېواد دننه بې ځایه کېدل شرحه زیاته شوې او د خدماتو او خصوصي پانگونې کچه بیا کمه شوې.

د نړۍ نیوز دغه راپور یوازې د افغانستان خرابېدونکي امنیتي وضعیت ته ځانگړی شوی دی، چې اوسمهال دغه وضعیت څرنگه دی، ملکي او پوځي تلفات ولې زیاتېږي او د امنیتي وضعیت راتلونکی به څه ډول وي؟

گواښوونکی امنیتي وضعیت

دا چې په هېواد کې روان امنیتي وضعیت څرنگه دی، د لاندې درېو شاخصونو له کبله یې معلوموو:

  • ملکي تلفات

    د یوناما د څېړنو او موندنو له مخې په ۱۳۹۴ هـ ل یا په ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کلونو کې د ملکیانو تلفات هم له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ټولو زیات او دا کال تر ټولو خونړی و. په ۲۰۰۹ کال کې ۵۹۶۸ تنو ته مرگ ژوبله اوښتې وه او په ۲۰۱۵ کال کې بیا دغه کچه ۱۱۰۰۲ تنو ته ورسېدله. د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې بیا تقریباً ۸۳۹۷ ملکي کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې وه، چې دا بیا د ۲۰۱۵ کال په پرتله یو سلنه زیات و.

  • پوځي تلفات

    که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په تړاو کومه کره څېړنه نه ده خپره شوې؛ خو بیا هم د امریکا د سیگار او د کانگریس په څېړنیزو راپورونو کې په دې اړه یو څه رڼا ښندل شوې ده، چې له مخې یې څرگندیږي، په ۲۰۰۷، ۲۰۰۸، ۲۰۰۹، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات په ترتیب ۹۶۶، ۹۸۳، ۹۳۱، ۲۱۱۳ او ۱۰۸۰ تنه وو. وروسته دغه تلفات په ۲۰۱۲، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې نور هم زیات شول او په ۲۰۱۵ کال کې تقریباً له ۱۵ زرو څخه واوښتل.

د سیگار په دې وروستي راپور (د ۲۰۱۶ کال د درېیمې ربعې راپور) له مخې د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ څخه د اگست تر ۱۹مې پورې د افغان امنیتي ځواکونو تقریباً ۵۵۲۳ تنه ووژل شول او تقریباً ۹۶۶۵ تنه بیا زخمیان شول، چې دا بیا په مجموعي توگه ۱۵۱۸۸ تنه مرگ ژوبله جوړېږي.

  • د ولسوالیو او ښارونو جگړې

    د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې د ۲۰۱۵ کال له ډسمبر راهیسې د ۲۰۱۶ کال د اگست تر ۱۵مې په هېواد کې هره ورځ تقریباً ۶۱.۳ امنیتي پېښې ترسره شوي دي. په وروستیو درېو ربعو کې د امنیتي پېښې ربعه په ربعه په زیاتېدو شوې، په لومړۍ ربعه کې تقریباً په اوسط ډول هره ورځ ۵۲.۱، په دویمه ربعه کې ۶۳.۸ او په درېیمه ربعه کې بیا ۶۸.۱ پېښې ثبت شوې.

د سیگار له مخې تقریباً د هېواد ۶۳.۴ سلنه خاوره د افغان حکومت تر کنټرول یا نفوذ لاندې ده، چې دا بیا د ۲۰۱۶ کال په پیل کې ۷۰ سلنه وه. دغه راز د هېواد له ۴۰۷ ولسوالیو څخه ۲۵۸ ولسوالۍ یا د حکومت تر کنټرول (۸۸) لاندې وې او یا یې بیا (۱۷۰)  تر نفوذ لاندې وې. په بل اړخ کې طالبانو بیا په شپاړسو ولایتونو کې ۳۳ ولسوالۍ د خپل کنترول (۸) یا نفوذ (۲۵) لاندې درلودلې. په پاتې ۱۱۶ ولسوالیو باندې بیا د حکومت او طالبانو ترمنځ شخړې او جگړې وې.

ولې ملکي او نظامي تلفات زیاتېږي؟

که د سیگار وروستي راپور ته ځیر شو، نو څرگندیږي، چې په هېواد کې د ملکیانو او نظامیانو تلفات په زیاتېدو دي. دا څو عوامل لري، چې په لاندې ډول دي:

 ملکي تلفات

په عمومي ډول د ملکي تلفاتو تر شا عمده لامل روانه جگړه، چاودنې، داعش او نورې وسله والې ډلې، د امنیتي ځواکونو ړانده عملیات، په جگړو کې د طالبانو لخوا عام ملکیان سپر گرځېدل او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جگړو کې د دواړو لورو بې پروايي هغه لاملونه دي، چې په هېواد کې يې د ملکیانو تلفات زیات کړي دي.

نظامي تلفات
د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو تر شا عمده لاملونه په دا ډول دي:

لومړی: له ۲۰۱۱ کال راهیسې د جگړې مسوولیت د افغان امنیتي ځواکونو پر اوږو بار شو، چې له امله یې اوس دوی په پراخه کچه د طالبانو پرضد عملیات کوي. په روانه جگړه کې د طالبانو پرضد د دوی ډېره ښکېلتیا د دې لامل شوه، چې د دوی تلفات هم زیات شي.

دویم: د روزنې، هوايي ځواک او د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتون هغه بل لامل دی، چې له طالبانو سره په جگړو، د طالبانو لخوا په محاصره کېدو او عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر تلفاتو یې نېغه اغېزه کړې ده.

درېیم: مشرتابه او اداري فساد هغه نور عوامل دي، چې د جگړې په ډگر کې يې پر افغان امنیتي ځواکونو بده اغېزه کړې، د دوی مورال یې اغېزمن کړی او د تلفاتو زیاتېدو ته یې لاره اواره کړې ده.

د امنیتي وضعیت راتلونکی

د افغانستان روان امنیتي وضعیت ډېر پیچلی دی، د ښه کېدو په تړاو یې ډېره هیله مندي نه ښوول کېږي. خو بیا هم په هېواد کې روان امنیتي وضعیت د ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ټولو خراب وضعیت کې دی او روانو حالاتو ته به کتلو سره ویلای شو، چې که دغه اوسنی وضعیت نور هم خراب نه شي، نو ښه کېدلای خو نه شي. له همدې ځایه ده، چې روان امنیتي وضعیت یوازې د سولې د تگلارې پرمټ ښه کېدلای شي.

د زور، پوځي عملیاتو او د نړیوالو په ملاتړ باندې طالبان ختمېدلای یا ځپل کېدلای نه شي او نه هم طالبان په خپل ټول توان او زور باندې دغه حکومت ته سقوط ورکولای شي (که چیرې د حکومت له داخل او سیاسي اپوزیسیون لخوا کومه دسیسه جوړه نه شي). د کندز لومړی او دویم سقوط او د هلمند محاصره یې بېلگې دي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون