لوبې

بنګله‌دېش پریمیر لیګ کې کوم افغان لوبغاړي لوبېږي او کله پیلیږي؟

نړۍ نیوز – ۴ نومبر ۲۰۱۶

د بنګله دېش پریمیر لیګ څلورم پړاو نن پیلېږي او د ډسمبر په ۹مه به پای ته رسیږي. له انډین پریمیر لیګ څخه وروسته بنګله‌دېش پریمیر لیګ هم په نړیواله کچه ځانګړی شهرت لري.

د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو کې دا ځل درې افغان لوبغاړي په دریو مختلفو لوبډلو کې د لوبېدو لپاره غوره شوي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یوازې محمد نبي دغو سیالیو ته غوره شوی و.

دا ځل د افغانستان ملي لوبډلې څخه محمد شهزاد، محمد نبي او راشد خان دغو سیالیو کې غوره شوي چې درېواړه لوبغاړي د سیالیو لپاره بنګله دېش ته رسیدلي هم دي.

د ملي لوبډلې تر ټولو ځوان او تکړه ښي لاسی ورو توپ اچوونکی راشد خان د کومېلا وېکټورین (Comilla Victorians) لوبډلې لخوا اخېستل شوی.

د ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی او وېکټ ساتونکی محمد شهزاد د رانګپور رایډرز (Rangpur Riders) لوبډلې لخوا غوره شوی.

د ملي لوبډلې پخوانی لوبډل مشر او د نړۍ په کچه درییم غوره الراونډر محمد نبي به د بنګله دېش پریمیر لیګ دغو سیالیو کې بیا هم د چېټاګانګ واکینګز (Chittagong Vikings) لوبډلې لپاره لوبیږي.

د کرکټ چارو کارپوهانو په اند په نړیوال لیګ کې لوبه د لوبغاړو لپاره ډیر زیات ګټور وي او لوبغاړي په یوې لوبډلې کې د نړۍ له مختلفو پیاوړو لوبغاړو سره د لوبې فرصت پیدا کوي او د هغوي له تجربو څخه زده کوي.

۲۰۱۶ د افغان لوبغاړو لپاره له لاسته راوړنو ډک کال و. په دغه کال کې د ملي لوبډلې لوبغاړي د بنګله دېش پریمیر لیګ او د پاکستان سوپر لیګ ته هم غوره شول.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایه رییس سره د هندوستان د کرکټ بورډ د انډین پریمیر لیګ مسؤل ژمنه کړې وه چې راتلونکی انډین پریمیر لیګ کې به افغان لوبغاړو ته د لوبې فرصت ورکوي.

هېره دې نه وي چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو دویم پړاو لپاره دوه افغان لوبغاړي اخېستل شوي. د پاکستان سوپر لېګ سیالیو دویم پړاو کې به محمد شهزاد د پېښور زلمي او محمد نبي به د کوېټه ګلډییټرز لپاره لوبه کوي.

بنګله دېش پریمیر لیګ کله پیلیږي؟

د بنګله دېش پریمیر لیګ لومړۍ لوبه د نومبر په څلورمه یعنې نن د افغانستان په وخت د غرمې یوه بجه پیلیږي. دغه لوبه د راج شاهي کېنګز او کومېلان ویکټورینز (هغه لوبډله چې راشد خان په کې لوبیږي) تر منځ ده.

دوهمه لوبه به هم نن د افغانستان په وخت ماښام ۵:۳۰ بجې ترسره شي. دغه لوبه د کلنا ټاېټنز او رانګپور رایډرز (هغه لوبډله چې محمد شهزاد په کې لوبېږي) تر منځ ده.

هره ورځ به د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو دوې لوبې ترسره کیږي چې لومړۍ لوبه به يي د افغانستان په وخت یوه بجه او دوهمه لوبه يي د ماښام په ۵:۳۰ بجو پیلیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون