کورنۍ

سرنوشت: چارواکي پر طالبانو وسلې پلوري

د سرنوشت په خبره، دا له ۲۰۰۱ وروسته لومړی ځل دی، چې د طالبانو په یوه برید کې دومره سرتېرو ته مرگ ژوبله اوړي.

ډېر وخت افغان ځواکونه شکایت کوي چې پر وخت تجهیزات او وسلې نه ورسیږي. کله چې افغان ځواکونو ته پر وخت وسلې او تجهیزات نه ورسیږي؛ نو له ډېرو افغانانو سره به دا پوښتنه وي چې د افغانستان په شمال کې چې له پاکستان سره پوله نه لري، وسله وال مخالفین د خپلې پراخې جگړې لپاره وسلې، مرمۍ او نور تجهیزات له کومه کوي؟

د امنیتي مسوولینو ځواب به دا وي چې وسله وال په ځینو پټو لارو ښايي شمال ته وسلې لېږدوي، خو رښتیا دا دي چې دا ناشونې ده چې د دومره سترې جگړې لپاره دې وسلې او تجهیزات په پټو لارو ولېږدول شي. نو وسله وال وسلې او تجهیزات له کومه کوي. د وسلو قاچاقبران به په دې چاره کې له طالبانو سره مرسته کوي او ښايي پټې لارې هم کله کله د وسلو لپاره وکارول شي، خو د افغانستان په شمال کې وسله وال طالبانو د حکومتي ځواکونو پر ضد د حکومت په وسلو او تجهیزاتو جگړه کوي.

دا خبره له وړاندې کیږي چې په امنیتي ځواکونو کې دننه ځیني قوماندان او چارواکي مفسد دي او هغوی پر وسله والو مخالفینو وسلې پلوري. دا کار یوازې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې نه، بلکې د افغانستان په گڼو برخو کې شوی دی او کیږي. د دې ترڅنگ وسله وال مخالفین ډېر کله سیمې لاندې کړي او دومره وسلې او تجهیزات لاسته راوړي چې د دوی د اوږدې جگړې لپاره کار ورکوي. له همدې امله د سیمو او په ځانگړي ډول د ولسوالیو له لاندې کولو د وسله والو مخالفینو یو اصلي هدف هم دا وي چې دوی وسلې او تجهیزات تر لاسه کړي. په بغلان، کندوز او تخار کې په دې وروستیو کې طالبانو د لنډ وخت لپاره ولسوالۍ لاندې کړې. دولت بېرته ولسوالۍ ونیولې او دا یې خپله بریا وگڼله، خو وسله وال خپل هدف ته رسیدلي وو او گڼې وسلې او تجهیزات یې له ځان سره وړي وو. ویل کیږي وسله والو چې په دې وروستیو کې کومې ولسوالۍ ونیولې په پراخه کچه وسلې او تجهیزات یې ترې ترلاسه کړل؛ په ځانگړي ډول له خان اباد ولسوالۍ څخه یې ډېر څه تر لاسه کړل. له همدې امله وسله وال خپل هدف ته ورسېدل او ولسوالۍ یې بېرته پرېښودې.

په دې وروستیو کې د ولسوالیو له پرله پسې سقوط او نیولو څخه ان اوس ځینې خلک داسې فکر کوي چې دا کومه لوبه ده. ځینې خلک فکر کوی چې وسله وال مخالفین له دې لارې وسله تر لاسه کوي، تجهیز کېږي او دا کار د یو منظم پلان له مخې کیږي. له همدې امله وسله والو مخالفینو ته د لنډ وخت لپاره ولسوالۍ پرېښودل کیږي او هغوی چې وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي، نو ولسوالۍ بېرته نیول کیږي. دا چې ددې کار تر شا څوک دي، بېلابېل نظرونه دي، خو لږ تر لږه په سیمه ییزه کچه معاملې او د ولسوالیو پلورل ناشونې نه برېښي. که دا فکر سم هم نه وي، چې په قصدي ډول یا د معاملې له مخې ولسوالۍ پرېښودل کیږي، خو دا سمه ده چې د ولسوالیو سقوط د مخالفینو د وسله وال کېدو او تجهیز کېدو لامل گرځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون