سلايډ (فيچر) سياست سيمه، عرب او نړۍ

د امریکا او پاکستان د ترينگلو اړيکو لامل يوازې افغانستان دی؟

د امریکا کانگريس د ۲۰۱۹ مالي کال لپاره بحثونه پيل کړي او د پنټاگون له لوري په دې اړه ويل شوي، چې د امریکا متحده ايالتونو او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ترينگلتيا يوازېنی لامل افغانستان نه، بلکې له چين او روسيې سره نږدې اړيکې دي.   

امریکايي رسنۍ د پنټاگون او کانگريس د څېړنو او اسنادو په حواله وايي، امریکا په دې وېره کې ده، چې پاکستان يې ورو ورو له گوتو په وتو دی.

د امریکا د ماليې بحثونو گډونوالو ويلي، چې د امریکا د ملي امنيت او خوښۍ پر وړانډې تر ټولو ستر گواښ روسيه او چين دي او دغه دواړه هېوادونه له پاکستان سره ښې اړيکې لري.

پنټاگون وېره ښکاره کړې، چين په خپلو دوستو هېوادونو کې د پوځي اډو د جوړولو په لټه کې دی او پاکستان تر دې وړاندې هم پر خپلې خاورې د بهرنيو پوځيانو اډو ته ځای ورکړی دی.

د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې ويلي، په پاکستان کې د چين ۵۳ ميليارده  ډالره پانگونه او «يوه پټۍ يوه لاره» اقتصادي پروژه د چين او امریکا د گټو د ټکر اصلي ټکی دی.

د وال سټريټ ژورنال په حواله امریکا په دې اندېښمنه ده، چې چين د نړيوال اغېز د ترلاسه کولو لپاره د پورونو ورکولو جال خپرولو تگلاره پيل کړې او د دغې تگلارې له مخې چين په نورو هېوادونو کې داسې پروژې پيلوي، چې دغه هېوادونه يې د لگښتونو د پوره کولو توان ونه لري، خو چين دغه څرگندونې د لويديځوالو يو پروپاگند او بې بنسټه تور بولي.

د امریکا د ملي امنيت اداره وايي، روسيه او چين د نورو هېوادونو د اقتصادي، ډيپلوماټيکو او امنيتي چارو په اړه د ويټو «رد» حق د ترلاسه کولو له لارې په نړۍ کې د خپلې ديکتاتورۍ د چلولو خوبونه گوري.

بل پلو د امریکا د نوې ماليې پاليسي جوړونکو ويلي، چې د ټرمپ اداره بايد د دغه گواښ د مخنيوي لپاره له خپلو متحدينو سره په گډه نوی ځواک جوړ کړي.

د وال سټريټ ژورنال په وينا دغه نوی ځواک به په سيمه او نړۍ کې د امریکا د نفوذ او قوت د انډول جوړولو لپاره گټور وي.

د نوي مالي کال په اسنادو کې راغلي، چې امریکا په سيمه کې د چين د اغېز او نفوذ د مخنيوي په موخه له هند سره د نوو اړیکو او ايتلاف د جوړولو پرېکړه کړې ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۶ چين د وسلو پلورنکو په لړ کې د نړۍ پنځم ستر هېواد و، چې د شل ميلياردو وسلې يې پلورلې وې، په دغو وسلو کې يې د اته ميلياردو ډالرو وسلې پر اسيايي هېوادونو او په ځانگړې پر پاکستان پلورلې وې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون