افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته څو ټیمه د جوړېدو په حال کې دي

د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته یوازې څو میاشتې پاتې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې هم چمتوالی روان کړی دی.

خو له ډېرو خلکو سره پوښتنه دا ده چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به بیا څوک را وړاندې کیږي، ځکه افغانستان داسې منظم سیاسي گوندونه نه لري، چې له وړاندې یې واک ته پر رسیدو بحث وشي.

ښايي ډیر کسان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندۍ اراده ولري؛ خو د بریا چانس او پیاوړي ټيمونه بیا محدود بریښي.

کابل کې د نړۍنیوز خبریال وایي، چې د ملي یووالي حکومت د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر تر استعفا وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټیم جوړېدو بحثونه تاوده شوي.

د هغه په خبره ځېنې کسان چې په ټاکنو کې د نوماندۍ نیت لري،‌ له جهادي مشرانو او قومي مخورو سره ناستې پاستې او په دې اړه ورسره خبرې کوي.

له ځینو سره بیا دا وېره هم شته، چې ښایي‌ ولسمشریزې ټاکنې وځنډیږي؛ خو دا خبره د ټاکنو کمېسیون او په خپله ولسمشر غني څو ځله په کلکه رد کړې ده.

اوس چې د ولسي جرگې په ټاکنو کې رایې ورکوونکي‌ بایمټریک کیږي نو د ولسمشریزو ټاکنو پر رڼوالي هم تر یوه بریده باور زیاتیدلی شي، چې همدا باور هم بیا ځېنې کسان د نوماندۍ ډگر ته رامخکې کوي.

د ولسمشر غني ټیم

اټکل دا دی چې ولسمشر محمد اشرف غني به یو ځل بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند په توگه رامخته کیږي او ورته نږدې کسانو په دې اړه ځینې گامونه هم اخیستي دي.

د نړۍنیوز خبریال چې په کابل کې یې له ځېنو حکومتي چارواکو سره ناستې کړي وايي، د حکومت په منځ کې ډېر چارواکي په دې نظر دي، چې ولسمشر غني به بیا ولسمشر کیږي.

خو د غني په ټیم کې تر اوسه لویه ستونزه چې بحث پرې کیدای شي، د مرستیالانو انتخاب دی.

د غني ټیم لا په دې نه دی بریالی شوی، چې غني ته د یوه انتخاب په توگه لومړی مرستیال وړاندیز کړي؛ خو د دویم مرستیال په توگه یې یو ځل بیا د سرور دانش گومارل کیدل د نهايي شوي بحث په توگه یادیږي.

اوس د ولسمشر غني په ټیم کې حمد الله محب چې د ملي امنیت سلاکار دی د غني تر ټولو متحد کس بلل کیږي.

د مالیې سرپرست وزیر ډاکتر محمد همایون قومي بله هغه باوري څېره ده چې ولسمشر غني ته د کار کولو هوډ لري.

دې ته ورته د ولسمشر غني ټیم هڅه کړې، چې د سیمه‌ییزو ارگانونو ادارې پخوانی مشر جیلاني پوپل او ورته نورې څیرې هم له ځان سره ملگري کړي.

د دې ټیم ستونزه دا ده، چې تاجک ټبره اتباع په کې نه شته او که شته هم داسې مشهورې څیرې نه دي، چې پراخ ولسي ملاتړ ولري.

له دغه ټیم څخه د احمدضیا مسعود، امرالله صالح او ځینو نورو کسانو په جلا کېدو بیا کوم مشهور تاجک ټبره له غني‌ سره نه دی یو ځای شوی.

د دود له مخې داسې وه چې د ولسمشر لومړی مرستیال دې تاجک وي؛ خو ولسمشر دا دود له وړاندې مات کړ او جنرال دوستم یې خپل لومړی مرستیال کړی دی.

د غني د ټیم مثبت ټکی دا دی چې ډېری غړي یې په واک کې دي او کولی شي، تر یوه بریده د غني په گټه کار وکړي.

خو له غني‌ سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي مخالفت او د ځينو کسانو عقدې ښایي د هغه پر وړاندې لوی خنډونه وي.

د حنیف اتمر ټیم

گومان دا دی چې حنیف اتمر د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په کلک چمتووالي بوخت دی او د ځان لپاره یې پر ټیم جوړولو هم بحثونه کړي‌ دي.

ځېنو کسانو نړۍنیوز ته ویلي، چې یونس قانوني د اتمر د لومړي مرستیال او محمد محقق یې د دویم مرستیال په توگه دوه انتخابونه دي.

تر دې ور هاخوا اتمر دوه اونۍ وړاندې له استاد عبدالرب رسول سیاف، گلبدین حکمتیار او ځینو نورو جهادي رهبرانو سره هم د هغوی په کورونو کې کتلي او ترې غوښتي، یې دي، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ده ملاتړ وکړي او ورسره د ټیم ملگري شي.

ځېنې کسان بیا فکر کوي، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د حنیف اتمر کلک ملاتړی او ملگری دی او د همدې ملاتړ پر بنسټ یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال له دې تیر کړی چې هغه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې نوماند شي.

کرزي ته نږدې سرچینې وایي، چې کرزی او ټیم یې ټول له حنیف اتمر څخه ملاتړ کوي او هڅه به یې دا وي، چې نوموړی د ولسمشرۍ تر څوکۍ ورسوي.

د غني د ټيم د ځينو غړو باور هم دا دی چې اتمر د ملي امنیت شورا د سلاکار په توگه د گومارل کېدو له ورځې د ځان لپاره پر دې کار کاوه چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند په توگه را مخته ته شي.

د عبدالله عبدالله ټیم

اجراییه رییس که څه هم تر اوسه په دې اړه کوم عملي کار نه دی پیل کړی؛ خو گومان دا دی چې د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور او ځېنې نور کسان غواړي یو بل او جلا نوماند د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رامخته کړي.

که څه هم عطامحمد نور له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره څو ځله د سخت مخالفت غږ پورته کړی، خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري، چې ښايي عبدالله او عطامحمد نور پر یوه جلا نوماند سلا شي، چې هغه به یا عبدالله وي، یا هم کوم بل کس.

د عبدالله عبدالله په اړه یو اټکل دا و، چې نوموړی ښايي، د ولسمشر غني لومړی مرستیال شي؛ خو دوه ورځې وړاندې عبدالله په یوه غونډه کې دا خبره په کلکه رد کړه او په وینا یې چې دی به د چا لومړی مرستیال نه شي.

نور ټيمونه

تر یادو شویوشو دریو لویو ټیمونو وروسته ځېنې نور کسان هم دي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوماندۍ نیت لري.

خو دا کسان د بریا فکر نه کوي بلکې د امتیاز تر لاسه کولو په هڅه کې دي، او غواړي له هر هغه چا سره یو ځای شي، چې د بریا چانس یې وي.

عمر داودزی، رحمت الله نبیل، شیدامحمد ابدالي او گڼ نور کسان دي، چې د نوماندۍ نيت لري؛ خو د دوی ټيمونه کمزوري او د بریا چانس یې خورا کم بریښي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون