اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

سعودي کې د لومړي ځل لپاره ښځه د بانک مشره گومارل شوې

سعودي کې  د لومړي ځل لپاره يوه سوداگر ښځه د بانک مشره ټاکلې ده.

لويديځو رسنيو د سعودي چارواکو له خولې ليکلي چې د سعودي سوداگره مېرمن لبنا ال اولايان د سعودي –برتانيې  گډ بانک نوې مشره گومارل شوېده.

اولايان خپلې لوړې زده‌کړې په امریکا کې ترسره کړي، سږ کال فوربز مجلې د منځني ختيځ تر ټولو زياته اغېز لرونکې مېرمن بللې وه.

سعوديان هيله‌من دي، چې د اولايان له مشرۍ سره به مېرمنې د سوداگرۍ په چارو کې فعالې شي.

د سعودي – برتانيې گډ بانک د سعودي درېيم نمبر ستر بانک بلل کيږي، چې ټوله پانگه يې له اوولس ميلياردو ډالرو زياته ده.

د ياونې وړ ده، چې په سعودي کې د وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د سمون د نوي پړاو له پيله د روان کال په جون کې ښځو ته د موټر چلولو جواز ورکړی شوی، همدارنگه په سعودي کې د سينما، قمار خونو او موسقي کانسرټونو ته هم اجازه ورکړل شوې ده.

سعودي چارواکي دا گام د سعودي د نوي لرليد پيل بولي او هڅه کوي، چې د سعودي اقتصاد د تېلو له انحصاره وباسي.

د سعودي حکومت يو لور ته د ازادۍ گامونه اخلي او د وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د ۲۰۳۰ لرليد له مخې ښځو ته په ټولنيز ژوند کې د پراخې ونډې ورکولو هڅه روانې دي، خو بل لور ته يې د ديني عالمانو رول د مخنيوي هڅې پيل کړي، د امر بالمعروف اداره يې تر ډېر له منځه تللې، سلگونه ديني عالمان نيول شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون