لوبې

اې پي اېل: ننگرهار له پکتیا څخه ماتې وخوړه

د افغانستان پرېمیر لیگ څلورمې لوبې کې د پکتیا لوبډلې د ننگرهار لوبډلې ته ماتې ورکړه. ننگرهار دغې لوبې کې په ۲۱ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د پکتیا لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

د پکتیا لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو غوره او چټکې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

د پکتیا لوبډلې لپاره محمد شهزاد په ۳۱ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۳، سمیع الله شینواري په ۲۵ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۸ او ډېلپورټ په ۲۲ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د ننگرهار لوبډلې لپاره کټېنگ ۳، ظاهر خان ۲ او مېک کلېنېگن او مجیب الرحمن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د ننگرهار لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کټېنگ او حشمت الله شهیدي پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۶۳ منډې جوړې کړې او په ۲۱ منډو يي ماتې وخوړه.

د ننگرهار لوبډلې لپاره کټېنگ په ۳۹ توپونو د پنځو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۷۱ او حشمت الله شهیدي په ۳۶ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د پکتیا لوبډلې لپاره اوډانا ۲ او یوسف ځاځی، شرف الدین اشرف، شاهد افریدي او ضیاءالرحمن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون