لوبې

پکتیا خپل ټیټ هدف څخه په دفاع وکړه

د افغانستان پرېمیر لیگ لسمې لوبې کې پکتیا د کندهار پر وړاندې لوبه ترسره کړه. دغې لوبې کې پکتیا له خپل ټیټ هدف څخه دفاع وکړه او د کندهار لوبډلې ته يي په ۹ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د پکتیا لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

د پکتیا لوبډلې ۱۸٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې د سکندر رضا پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۲۷ منډې جوړې کړې.

د پکتیا لوبډلې لپاره یوازې سکندر رضا ښه وځلېد. سکندر رضا په ۴۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۱ منډې جوړې کړې او د محمد نوید په بال يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

د کندهار لوبډلې لپاره سید شېرزاد تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۳٫۲ اورونو کې یوازې ۱۹ منډو ورکولو سره ۴ وېکېټې واخیستې. محمد نوید او وقا سلام‌خېل دوه دوه او کریم صادق او کریم جنت یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د کندهار لوبډلې ډېره کمزوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ۱۹٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۸ منډې جوړې کړې.

کندهار لوبډلې لپاره کریم جنت په ۲۳ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۷ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

د پکتیا لوبډلې لپاره اوډانا او شرف الدین اشرف درې درې، یمین احمدزی ۲ او شاهد افریدي یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون