سلايډ (فيچر) کورنۍ

ویسا ورځپاڼه: جگړه د امريکا، قرباني يې افغان ولس

 يوناما وايي چې سږ کال په نهو مياشتو کې تر اتو زرو زياتو ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د دې غميزې اصلي پړه د امريکا او افغان حکومت پر غاړه ده، ځکه چې د جگړې دوام د امريکا د ستراتېژۍ برخه ده او افغان حکومت د خپل ولس په وينو او مرگونو کې لا هم لاسونه ورته پړکوي.

د دغې جگړې په باب پخپله امريکايي تحليلگران او د نظر خاوندان پر دې اعتراف کوي چې ناروا او د يوه ولس د ځپل کېدو په بيه روانه ده. تازه ساری يې د «ويلسون» څېړنيز مرکز رئيس «مايکل کوگلمن» څرگندونې دي چې وايي د امريکا ولس د افغانستان د جگړې دوام نه غواړي، خو حکومت په دې جگړه کې پر نورو شيانو فکر کوي او د جگړې پايته رسولو ته پام نه کوي.

د دې خبرو معنا دا ده چې د امريکا جنگي ستراتېژۍ نور د هغه هېواد عام ولس ته هم د منلو وړ نه دي. البته د پراخو تبليغاتو زور دی چې تر اوسه امريکايي او په عام ډول لويديزې ټولنې په افغانستان، عراق، سوريه او دې ته ورته جگړو کې د دوی د حکومتونو هغه جنايات په ريښتينې بڼه نشي ليدلای چې په دې هېوادونو کې روان دي.

د يوناما راپور په نهه مياشتو کې تر اتو زرو زياته مرگ ژوبله تائيدوي، خو افغانان پر دې ښه پوهېږي چې دغه کچه تر دې ډېره زياته ده چې دا يوه لويه غميزه ده.
طالبان او داعش هم د دې مرگ ژوبلې او جگړې يو لوری دي. هغوی هم په دې مسووليت کې شريک دي خو اصلي ستونزه په ټوله کې دا ده چې د ترهگرۍ خلاف جگړه اصلاً د يوې توطيې په بڼه روانه ده چې د سي آی اې په شمول د نړۍ او سيمې لويې استخباراتي ادارې پکې ښکېل دي.

دوی د جگړې د دوام لپاره زمينې جوړوي. داسې حساسيتونه راپاروي چې په ولس کې کرکې وزېږوي او په طبيعي ډول داسې ډلې جوړې شي چې د همدې استخباراتي ادارو لپاره بيا د نورو وحشتونو د ترسره کولو پلمې جوړې کړای شي.

راځو دې ته چې د امريکا په شمول د ښکېلاکي ځواکونو همدغه کار دی. د بدمرغۍ ځای بيا دا دی چې په عراق، افغانستان، ليبيا او سوريه غوندې هېوادونو کې د ښکېلاکي موخو د پلي تابه لپاره پخپله په همدې هېوادونو کې لاسپوڅي او اردليان راپاڅي، د خپل ولس پر مرۍ چاړه راکش کړي او خپل ولسونه د نورو د موخو لپاره د باروتو په لمبو کې لولپه کړي.

زموږ حکومت د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د هغو سلگونو زره بېگناه هېوادوالو د وينو پوروړی دی چې د دوی او بهرنيو ځواکونو په گډ ناتار کې وژل شوي دي.
که استدلال دا وي چې دولت خو د سولې شعار اوچت کړی او تودې هڅې يې هم روانې دي، دا ځکه بې معنا دی چې دولت له امريکا او ناټو سره امنيتي او ستراتېژيک تړونونه لري او د هغوی ستراتېژۍ پر جگړو ولاړې دي، ځکه خو د سولې خبره او شعار خپل اصلي رنگ بايلي.

د امريکا د ستراتېژۍ په باب د امريکايي «مايکل کوگلمن» خبره د کاڼي کرښه ده، په دې کې بله خبره کول د ځان او ولس له دوکه کولو پرته بله معنا نه لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون