سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ: دفاع وزير خپله دنده پرېږدي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل دفاع وزير له فکري پلوه ډيموکراټانو گوند ته نږدې بللی او داسې نغوته يې کړې، چې هغه به په لنډ وخت کې خپله دنده پرېږدي.

ټرمپ د سي بي ايس ټلويزوني شبکې «۶۰مينیټس» پروگرام سره د مرکې پر مهال ويلي، دی نه پوهيږي، چې دغه متقاعد جنرال له خپلې  دندې استعفا کوي که نه، خو زياته کړې يې ده، چې دی په دې باور دی، چې هغه به خپله دنده پرېږدي.

د دغې مرکې يوه برخه تېره شپه خپره شو او په کې راغلي: «که غواړئ په حقيقت پوه شئ، نو زه په دې باور يم، چې هغه تر يوه برید د ډيموکراټانو د گوند فکر لري، خو بيا هم جنرال مټیس ښه سړی دی، موږ د گډو موخو لپاره په گډه کار کوو، خو داسې ښکاري، چې هغه به دنده پرېږدي، دا طبيعي خبره ده، دا واشنگټن دی، دلته داسې کيږي.»

دا لومړی ځل دی، چې ټرمپ په رسنيزه وينا کې د جنرال مټیس په اړه منفي څرگندونې وکړې.

د پنټاگون د وياند ډگروال روب مانينگ د ټرمپ د څرگندونو په غبرگون کې ويلي، چې دفاع وزير په خپل  ټول ځواک د امريکايي پوځ د غښتلتيا لپاره کار کوي.

ټرمپ د مټيس د گوښه کولو اشاره په داسې حال کې کړې، چې مشهور امريکايي ليکوال باب وډوارډ په خپل تازه کتاب کې ليکلي، چې مټیس په خپلو شخصي ناستو کې د ټرمپ بد وايي او غندي يې.

ټرمپ په تېرو وختونو کې له جيمز مټیس څخه په ټينگه دفاع کوله او  ټينگار يې کاو، چې هغه به تر پايه په خپلې دندې کې پاتې وي.

د جيمز مټيس په اړه ويل کيږي، چې سیاسي سړی نه دی او له تقاعد وروسته يې دا تمه نه وه، چې دی به د دفاع وزير شي او یا به واشنگټن ته وگرځي.

ويل کيږي، چې مټیس د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار جان بولټن په پرتله د ايران په اړه نرم دريځ لري او همدا د اختلاف بنسټیز ټکی بلل کيږي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې د مټيس د گوښه کېدو لامل د ملي  امنيت د سلاکار جان بولټن او د هغه د مرستيالې ميرا ريکارډل له لوري د مټيس له دريځونو سره مخالفت دی، چې نور نه غواړي د بولټن او ریکارډل په شتون کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون