افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

ولسمشر پروان کې د صنعتي او کرهنيز پارک او د  ۲۲ کيلومټره سړک پرانيسته وکړه

ولسمشر اشرف غني نن سهار پروان ولايت ته له رسېدو وروسته د د صنعتي او کرهنيز پارک پرانيسته وکړه او همدارنگه يې د جبل السراج څخه تر نجراب ولسوالۍ د ۲۲ کيلومټره سړک پرانيسته هم وکړه.

له ارگه په خپره شوې ويناپاڼې کې راغلي، چې ولسمشر په يو زره او پنځه ويشت جريبه ځمکه د باريک‌اب په نوم صنعتي او کرهنيز پارک پرانيست او تر اوسه د دغه پارک ۳۴۰ نومرې هم وېشل شوي دي.

ويناپاڼه زياتوي، چې د ولسمشر د سفر پر مهال د جبل السراج- نجراب د ۲۲ کيلومټره سړک لومړی برخه هم پرانيستل شوه.

د ارگ اعلاميه وايي، چې د صنعتي او کرهنيز پارک او د جبل السراج-نجراب د سړک پرانيستې سربېره ولسمشر غني د پروان ولايت له ملکي او امنيتي مسوولينو او د ولايت له قومي  مشرانو او ځوانانو سره جلا جلا ناستې هم وکړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون