سلايډ (فيچر) سوله سيمه، عرب او نړۍ

پر سعودي د بنديزونو له امله نړيوال اقتصاد له گواښ سره مخ کېدای شي

د ترکيې په استنانبول ښار کې د سعودي قونسلگرۍ کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي له ورکېدو وروسته امريکا او اروپايي ټولنې پر سعودي د اقتصادي او سوداگريزو بنديونو گواښ کړی دی.

د سعودي رسمي خبري اژانس «ايس پي اې» د لوړپوړي سعودي چارواکي له خولې، چې پر سعودي د جمال خاشقجي د وژلو تور بې بنسټه دی او په دې اړه يې د امریکا او اروپايي ټولنې د اقتصادي بنديونو گواښونه رد کړی دی.

دغه سعودي چارواکي ويلي، که پر سعودي بنديزونه ولگيږي، دوی به يې پر وړاندې ورته غبرگون وښيي، چې له امله به يې د نړۍ اقتصاد له گواښ سره مخ شي؛ ځکه چې سعودي د نړۍ په اقتصاد کې اغېزناک رول لري.

د واشنگټن پوسټ ليکوال جمال خاشقجي له تېرې اوږدې مودې راهيسې د شاهي کورنۍ نږدې سړی بلل کېده، خو په دې وروستيو کې يې اړيکې ترينگلې وې، په خپلو ليکنو کې يې پر وليعهد بن سلمان نيوکې کولې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له سي بي ايس ټلويزوني شبکې سره په مرکې کې ويلي، که د خاشقجي په وژنه کې د سعودي چارواکو لاس ثابت شي، «موږ به غوسه شو او سخته سزا به ورکړو.»

سره له دې، ډونلډ ټرمپ امریکا ته د سزا ورکولو گواښ کړی، خو په ورته وخت کې يې دا هم ويلي، چې دغه سزا کې به له سعودي سره د څلور سوو ميلياردو ډالرو د وسلو پر تړون نه اغېزمن کيږي.

ټرمپ ويلي، که امريکا دغه تړون لغوه کوي، نو دا معنا به ولري، چې  امریکا خپل ځانته سزا ورکوي.

بل پلو برتانيې، جرمني او فرانسې هم په گډه اعلاميه کې ويلي، چې دوی د خاشقجي قضيه په جدي توگه څاري او که د هغه په وژنه کې د سعودي لاس ثابت شي، دوی به سعودي د محکمې منگولو ته راکش کړي.

په ورته وخت کې يو شمېر امريکايي سناتورانو ويلي، چې امریکا او اروپايي هېوادونه دې په رياض کې له کېدونکي اقتصادې ناستې سره پرېکون اعلان کړي.

د سعودي حکومت پلوې العربيه ټلويزوني شبکې مشر ترکي الدخيل ويلي، چې سعودي د امريکا او اروپايي ټولنې د ممکنه بنديزونو په ځوابي غبرگون فکر کوي، او که بنديزونه پرې ولگيږي، سعودي به د خپلو تېلو صادارت ودروي، په شمال لويديځ تبوک سيمه کې روسيې ته پوځي اډه ورکړي او د دې سربېره په دېرشو نورو ځوابي غبرگونونو فکر کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون