لوبې

د هندوستان او وېسټ انډیز لوبه مساوي شوه

د هندوستان او وېسټ انډیز تر منځ د پنځو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو دوهمه لوبه د دواړو لوبډلو پیاوړې توپ وهنې پایله کې مساوي پای ته ورسېده.

د لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د وېراټ کولي پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۲۱ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره وېراټ کولي په ۱۲۹ توپونو د دیارلسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۵۷ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. رایډو هم په ۸۰ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۷۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

وېسټ انډیز لپاره نرس او مک کای دوه دوه او روچ او سمیولز یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې وېسټ انډیز هم ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د هوپ پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۲۱ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره هوپ په ۱۳۴ توپونو د لسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۲۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. هېټمایر په ۶۴ توپونو د څلورو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۹۴ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېد.

هندوستان لپاره کلدیپ یادف ۳ او محمد شامي، امېش یادف او چهل یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون