افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

داعش ډله په تېرو دوو میاشتو کې کمزرې شوې ده

له تېرو دوو میاشتو راهیسې نه یوازې دا چې داعش ډلې په افغانستان کې کوم لوی برید نه دی کړی بلکې گڼ غړي‌ یې هم له لاسه ورکړي دي.

سیاسي او پوځي شنونکي وایي، داعش د گڼو عواملو له امله په تېرو دوو میاشتو کې کمزورې شوې او لا د کمزوري کېدو په حال کې ده.

داعش ډلې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په افغانستان کې د خپل فعالیت له ورځې هره ورځ د هېواد په یوه سیمه کې بریدونه کول او یا یې نوې سیمې نیولې؛ خو په وروستیو دوو میاشتو کې یې هیڅ سیمه نه ده نیولې او د هوایي بریدونو پر مهال یې گڼ کسان هم وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت هم وایي، چې اوس په افغانستان کې د داعش لویې جرړې ختلې او محدود شمېر کسان یې لا هم په پټه بڼه فعالیت کوي.

پوځي‌ کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي، هغه پروژې چې د مشخصو موخو لپاره جوړې شوې وي، بڼه یې همداسې وي، چې د اړتیا په وخت کې کمزورې او بیا کله پیاوړې شي.

امرخیل نړۍنیوز ته وویل، اوس ښايي د داعش د طراحانو اړتیا داسې وي، چې دغه ډله یو څه خپل فعالیتونه کم رنگه کړي.

هغه همداراز زیاتوي، چې پر داعش ډلې د افغان ځواکونو بریدونه او عملیات هم د پام وړ دي، ځکه په ختیځ کې دغه ډله سخته ځپل شوې او په شمال کې یې طالبانو جرړې و ایستې.

سیاسي کارپوه عبدالولي وهاب وايي،‌ په حکومت کې د ننه وروستي بدلونونه هم ښايي د داعش پر فعالیتونو اغېز ولري.

هغه نړۍنیوز ته وویل:‌ «یو شمېر کسانو چې فکر یې کاوه د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر د داعش ملاتړ کوي، اوس په دې باور دي، چې له حکومت څخه د اتمر په وتلو سره د داعش پښې هم ولړزیدې‌، همداراز په ختیځ کې د ځینو کسانو رسوا کېدل چې د داعش د ملاتړ شک پرې کېده د یادونې وړ دي.»

وهاب وایي،‌ داعش په نړیواله کچه هم کمزورې شوې؛ خو په افغانستان کې یې پر وړاندې د حکومت تر څنگ یو لوی خنډ طالبان دي.

نوموړی همداراز زیاتوي، د جوزجان له درزاب او قوشتیپې ولسوالیو د طالبانو په لاس د داعشیانو شړلو ته په کتو طالبانو پر داعش هغه سیمې ودرولې چې دوی په کې د مرکز جوړولو هڅه کوله.

د ننگرهار اوسیدونکي بیا وایي، چې د یاد ولایت په هغو سیمو کې چې داعشیان پرې واکمن و اوس هم جگړه شته خو د داعشیانو فعالیتونه کم شوي.

د هسکې مینې ولسوالۍ یو اوسیدونکی فرید الله چې اوس په جلال اباد ښار کې میشت وايي، په هسکه مینه کې د داعش تر ټولو ستر مرکز اوغز نومې سیمه وه، چې اوس په کې داعشیان له خپلو غارو نه شي‌ راوتلی.

نوموړي نړۍنیوز ته وویل، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه سیمه کې چې داعشیان له خپلو کورونو یا غارو را ووځي،‌ نو بې پيلوټه الوتکې یې په نښه کوي.

د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی هم وايي،‌ چې افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ داعشیانو ته مرگ ژوبله اړوي او پر هغوی بریدونه کوي.

د هغه په خبره په ننگرهار کې اوس داعش ډله ځپل شوې او لا نوره هم د ځپل کېدو په حال کې ده.

د ملي دفاع وزارت بیا وايي، داعش په ټول افغانستان کې کمزورې شوې او دلیل یې د افغان او بهرنیو ځواکونو گد عملیات ښيي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نړۍنیوز ته وویل، د هغه مشترک پلان له مخې چې د داعش پر ضد جوړ شوی و، د داعشیانو مرکزونه په نښه شول او ډيری داعشیان له منځه ولاړل.

د هغه په خبره د افغان ځواکونو هڅه دا ده چې دا پدیده په بشپړ ډول له افغانستان څخه ورکه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون