افغانستان سلايډ (فيچر)

‏ د ناټو قومندان له رسېدو سره سم پر غزني ښار دوه توغندي لگېدلي

د غزني ولايت چارواکي وايي، غزني ښار ته د ناټو د غوڅ ملاتړ ادارې د مشر قومندان جنرال سکاټ مېلر له رسېدو سره سم پر ښار دوه توغندي لگېدلي، خو چا ته يې زیان نه دی اړولی.

غزني ته د جنرال سکاټ ميلر له رسېدو وړاندې ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي وو، عامو خلکو او موټرو ته د تگ راتگ اجازه نه وه، په دغه حالت کې پر ښار دوه توغندي  ولگېدل.

جنرال مېلر په داسې حال کې غزني ته تللی،  چې د نور هېواد په گډون د غزني امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله نور هم خراب شوی دی.

له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني په مالستان او جاغوريو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې وې او حکومت ويلي و، چې  مالستان ولسوالۍ يې له طالبانو په بشپړه توگه نيولې، خو ځايي خلکو د حکومت د دې ادعا پخلی نه دی کړی او وايي، چې لا هم په سيمه کې نښتې روانې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون