امنيت سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

رپوټ: د اوولس کلنې جگړې سربېره د افغانستان وضعيت کې ښه‌والی نه دی راغلی

د امريکا حکومت په يوه رپوټ کې ويلي، چې د افغاستان امنيتي وضعيت لا هم ترينگلی دی او زياتوي، چې د اوولسو کلونو جگړو او ميلياردونو ډالرو لگولو سربېره هم افغان حکومت او امریکا په افغانستان کې کوم پرمختگ نه دی کړی.

په دغه رپوټ کې د افغانستان اوولس کلنې جگړې په اړه پوښتنې او  څېړنې شوي.

امريکا د ۲۰۰۱ يوولسم سپټمبر له پېښې وروسته د دغه کال پر اووم اکتوبر پر افغانستان برید وکړ، خو رپوټ وايي، چې د اوولس کلنې اوږدې جگړې سربېره تر اوسه د دغې جگړې پای نه تر سترگو کېږي.

په رپوټ کې د امريکايي ډيپلوماټانو او طالب استازو د سولې ناستو يادونه هم شوې، خو زياته کړې يې ده، چې په دغو هڅو کې هم تر اوسه پرمختگ نه دی شوی.

په دغه رپوټ کې د  امریکا دفاع وزارت «پنټاگون»، د  بهرنيو چارو وزارت او د متحده ايالتونو د نړيوال پرمختگ «يو ايس ايډ» د مشر څېړونکي معلومات او څېړنې خپرې شوي دي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره ادعا کوي، چې په افغانستان کې يې له طالبانو سره د سولې په هڅو کې پرمختگونه کړي، خو په رپوټ کې دغه ادعا ناسمه بلل شوې ده.

رپوټ زياتوي،  چې کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سفر سربېره هم د طالبانو جگړه‌ييز پرمختگونه روان دي او د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې چارې هم له ستونزو سره مخ دي.

په رپوټ کې د افغان امنيتي ځواکونو مرگ ژوبله هم زياته بلل شوې او ټينگار کوي، چې د افغان دفاع وزارت او پوليس د بشري سرچينو له ستونزو سره مخ دي.

د يادونې  وړ ده، په دغه راپور کې د افغان امنيتي ځواکونو کره مرگ ژوبله نه ده ښوول شوې او په وينا يې د افغان حکومت او پنټاگون د گډې  هوکړې له مخې دواړه لوري د يو بل مرگ ژوبلې په اړه معلومات نه خپروي.

خو ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د امریکا جان هوپکن پوهنتون محصلينو ته په وينا کې ويلي و، چې په تېرو څلورو کلونو کې ۲۸۵۲۹ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

په رپوټ کې د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې د مشر جنرال جوزف ډانفورډ له خولې ليکل شوي، چې طالبان په جگړه کې بایلونکي نه دي او همدارنگه له طالبانو سره د سولې په خبرو کې هم کوم پرمختگ نه دی شوی.

جنرال  ډانفورډ دا هم ويلي، چې د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ اعلان شوې سټراټيژي له يوه کال زياته وکارول شوه، خو په عملي ډگر کې يې کوم گټه او لاسته راوړنه نه ليدل کيږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون