سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ایران په افغانستان او سيمه کې د امريکايي اډو د ويشتلو گواښ کړی

ایران خبرداری ورکړی، که ا مريکا د ایران پر ضد گام پورته کړي، دوی به په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې امريکايي اډې په نښه کړي.

د ایران انقلاب ساتونکي پوځ «سپاه پاسداران» د  هوايي ځواک قومندان جنرال امير علي حاجي زاده د امریکا او ایران د تاوتريخوالي زياتېدو ته په اشاره ويلي، چې هېواد يې په افغانستان او سيمه کې د امريکايي اډو د ويشتلو توان لري.

دغه ایراني جنرال  گواښ کړی، چې هېواد يې دومره پرمختللي او لرې واټن ويشتونکي توغندي لري، چې کندهار، متحده عربي اماراتو او قطر کې د امریکا پوځي اډې پرې په نښه کړي.

د امریکا د مخکيني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د ایران او شپږو سترو دولتونو ترمنځ اټومي هوکړه شوې وه، چې له مخې يې  پر ایران لگېدلي اقتصادي بنديزونه پورته شوي وو، خو اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته رسېدو سره سم دغه تړون د امریکا په زيان بللی و او د روان کال په می مياشت کې يې خپل هېواد له ایران سره له شوي اټومي تړونه وويست ا و پر ايران يې نوي بنديزونه ولگول.

د امريکا د بهرينو چارو او ماليې وزارتونو ويلي، چې پر ایران د نوو بنديزونو له مخې به په نړۍ  کې د ایران د تېلو د صادراتو مخه ونيسي، خو  ایران گواښ کړی و، که څوک يې د تېلو د صادراتو د مخنيوي هڅه وکړي، دوی به د هورموز اقتصادي تنگي کې د تېلو د نړيوال لېږد چارې له گډوډۍ سره مخ کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون