افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

فاطمیون اوس په افغانستان کې د روزنې منظم مرکزونه لري‌

د ایران د سپاه قدس په ملاتړ جوړه شوې ډله چې لشکر فاطمیون نومیږي، اوس د افغان کړکیچ د حل پر وړاندې یو نوی سرخوږی دی، چې منظم روزنځایونه یې هم زیات شوي دي.

له تېرو دریو کلونو راهیسې له بېلا بېلو ادرسونو ادعا کیږي، چې په افغانستان کې میشت هزاره توکمي د ایران په ملاتړ د فاطمیون تر عنوان لاندې سره را ټولیږي او بیا د سوریې جگړې ته استول کیږي.

خو اوس موندنې ښيي، چې دې ډلې په افغانستان کې د فعالیت لپاره پراخ تدابیر نیولي او د افغان کړکیچ د زیاتېدو یو نوی عنصر بلل کیږي.

په افغانستان کې د فاطمیون رسمي تایید هغه وخت وشو، چې د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق له نن څخه پوره یو کال وړاندې د قوس په میاشت کې په ایران کې د یوه کنفرانس پر مهال له هغو افغانانو مننه وکړه چې د فاطمیون تر عنوان لاندې په سوریه کې جگړه کوي.

د محقق دې خبرو هغه مهال هم پراخ غبرگونونه وپارول او د ولسي جرگې گڼو غړو ادعا وکړه چې دا مننه په افغانستان کې د داعش لا پراخیدو ته زمینه سازي کوي.

د فاطمیون ډلې اوسنی حالت:

اوس نړۍنیوز ته داسې معلومات رسیدلي، چې فاطمیون د کابل په لویدیځ کې په دیارلسمه ناحیه کې د روزنې درې مرکزونه لري.

د دغو معلوماتو له مخې دا مرکزونه هغه هزاره توکمي چې اقتصادي حالت یې ښه نه وي جذبوي او لومړی ورته دیني روحیه ورکول کیږي.

یوې باوري سرچینې چې له یوه روزل شوي کس سره یې خبرې کړې نړۍنیوز ته وویل، دې کسانو ته لومړی عقیده‌يي زده کړې ورکول کیږي او د فاطمیون نوم ورته ژر نه اخیستل کیږي.

د سرچینې په وینا تر عقیده‌يي زده کړو وروسته هغوی ته ویل کیږي، چې په نړۍ کې د شعیه مذهبه وگړو حالت په خرابیدو دی او تر ټولو ډير ظلم ورسره سني مذهبه کوي.

سرچینه زیاتوي تر دې مسائلو وروسته بیا په افغانستان کې د داعش حضور ورته یادیږي، چې د شعیه مذهبه وگړي هدف گرځوي او که دوی ورته متحد نه شي د نسل وژنې له گواښ سره مخ دي.

تر دې زده کړو وروسته چې ډيرې منظمې نه دي یعنې د ټولگي بڼه نه لري ځېنې کسان چې د دغې ډلې د مشرانو په نظر فعال ورشي نظامي زده کړو ته جذبیږي او د دیارلسمې ناحیې په ځینو برخو کې چې یوه په کې یوه مدرسه ده نظامي روزنې ورکول کیږي.

نړۍنیوز ته د رسیدلو معلوماتو له مخې هغه کسان چې دا روزنه پای ته ورسوي د وردگو او غزني ولایتونو ته د محلي پولیسو په جامه کې عملي زده کړو ته استول کیږي او ځېنې یې بیا ایران ته ځي او هلته عملي زده کړې پیلوي.

اوس چې تازه افغان امنیتي ځواکونو د علي پور په نوم د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان نیولی دا ادعا هم ورسره ده، چې هغه د فاطمیون غړو ته د عملي زده کړو زمینه برابروله او دغې ډلې ته یې جلب او جذب هم کاوه.

کابل کې د نړۍنیوز خبریال په دې اړه د افغانستان د امنیتي ادارو د نظر اخیستو هڅه هم وکړو؛ خو هغه ته وویل شول چې امنیتي بنسټونه تر اوسه په دې اړه څه نه شي ویلي.

د ملي امنیت یوې سرچینې همدراز زیاته کړه، چې دوی دا معلومات لري، چې په کابل کې د فاطمیون تر عنوان لاندې خلک جذبیږي؛ خو نور معلومات نه لري.

د مشرانو جرگې غړی هاشم الکوزی بیا وایي، چې فاطمیون اوس یو ښکاره گواښ دی او دا ډله په افغانستان کې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د هغه د معلوماتو له مخې د دې ډلې تر شا ایران ولاړ دی او اوس ورته نوې وسلې او تجهیزات هم را استوي.

د الکوزي په خبره که حکومت د فاطمیون د غړو مخه ونه نیسي،‌ دا به یو نوی سرخوږی شي چې مهارول به یې بیا له افغانانو پراخې قربانۍ واخلي.

د ولسي جرگې غړی کمال ناصر اصولي وايي، کله چې د ملي یووالي حکومت یو جگ پوړي غړي د فاطمیون اعلان او ملاتړ کړی وي، نو دې ته هیڅ اړتیا نشته، چې په دې اړه څیړنه وشي، چې دا ډله په افغانستان کې فعاله ده او که نه؟

دی وایي، د ایران په مرسته جوړه شوې دا ډله مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهي او ایران په دې ډول جگړه کې خپلې اوږد مهاله گټه گوري.

د فعالیت سیمې:

اټکل دا دی چې پر کابل سربیره دا ډله په غزني، بامیانو، ډایکنډي، غور او خاص ارزوگان کې د پراخیدو په حال کې ده.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي، فاطمیون ځکه تر نورو وسله‌والو ډلو یو څخه منظمه ده چې پلان گذاري‌ ورته په لوړه کچه کیږي.

هغه نړۍنیوز ته وویل، له نظامي پلوه دغه ډول ډلې خپلې سیمې له وړاندې ټاکي، د تجهیزاتو او امکاناتو پر برابریدو او ورته د رسیدو په لارو فکر کوي ځکه نو په یوه سیمه هیڅکله تمرکز نه کوي.

د امرخیل په خبره د کابل لویدیځ ښايي یوازې هغه سیمه وي، چې د دې ډلې حضور په کې رسوا شوی وي؛ خو د هېواد گڼې نورې سیمې شته چې فاطمیون ورته ریښې غځولې او یا یې غځوي.

یو بل سیاسي کارپوه حشمت الله نوښت وایي، چې د افغانستان ملي امنیت پوهیږي، چې فاطمیون چیرته او څه ډول فعالیت کوي.

د هغه په خبره د کابل په اورانوس هوټل کې پر یوه دیني غونډه برید چې مسوولیت یې وروسته داعش واخیست ښايي د فاطمیون د فعالیت پيل وي.

د هغه په خبره هغه بریدونه چې د مذهبي تاوتریخوالي لپاره لمن وهي، له دوو ادرسونو کیږي، چې یو یې داعش او بل یې فاطمیون دي.

د نوښت په وینا داسې گومان هم شته چې داعش د امریکا او فاطمیون د ایران د گټو لپاره یو له بل سره ښکر په ښکر شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون