امنيت سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امريکايي چارواکي د افغانستان جگړې او سولې په اړه روښانه تگلاره لري؟

د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جگړه په افغانستان کې روانه ده، خو اوس داسې ښکاري چې دغې جگړې د امریکايي چارواکو زړه ور تنگ کړی او د پای ته رسولو لپاره يې هلې  ځلې کوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره پخواني ډيپلوماټ زلمي خلیلزاد ته دنده سپارلې، چې له طالبانو سره د سولې بهير پر مخ بوځي او امریکايي چارواکو ته د يوې ښې پایلې زیری ورکړي.

د افغانستان جگړې  او سولې په اړه د امريکا ملکي  او پوځي چارواکي لا هم روښانه تگلاره نه لري او تر اوسه يوازې د وخت تېرولو خبره روانه ده.

د امریکا «ټيک اينډ پرپس» ويب پاڼې ليکلي، چې د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو کې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو له پخواني مشر قومندان جنرال مک کرسټل څخه د روانې جگړې د پای ته رسولو په اړه مشوره غوښتې، خو څرگند او غوڅ ځواب نه دی ورکړی.

دغه ويب پاڼه وايي، جنرال مک کرسټل د مايک پومپيو په ځواب کې ويلي: «زه هم نه پوهېږم، چې موږ بايد څه وکړو، د دې خبرې ځواب زه هم نه لرم، که موږ خپل پوځيان له افغانستانه راوباسو او د القاعدې په څېرې نړيوال ترهگر يو ځل بيا  هلته خپل مرکزونه جوړ کړي، دا به د امریکا لپاره خطرناکې پایلې ولري او که هلته د تل لپاره په جگړه کې ښکېل يو، دا هم د امریکا د توان خبره نه ده.»

جنرال کرسټل زياتوي: «رښتيا خبره دا ده، چې زه هم نه پوهېږم، چې څه وکړو؟»

په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو دغه پخواني مشر قومندان ويلي، که امریکا په افغانستان کې خپلې جگړې ته دوام ورکوي، هلته خپل عسکر قرباني کوي او ميلياردونو ډالرو زيان مني، نو خپل ولس ته به څه ځواب وايي او که راوځي، د امنيتي گواښونو مخه به څنگه نيول کيږي؟

دی وايي: «په دې اړه له ما سره قانع کوونکی ځواب نه شته او يوازینی ځواب راته دا ښکاري، چې  هلته موږ لږ شمېر پوځيان پرېږدو او د خپل نړيوال حیثیت د ساتلو لپاره په افغانستان کې پاتې شو، خو زما دا ځواب به ډېر قانع کوونکی نه وي.»

جنرال مک کرسټل د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما دواکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۹ کې  د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر قومندان و.

هغه وايي، «په افغانستان کې د خپل ماموريت پر مهال هم زه نه پوهېدم، چې موږ ولې دلته جگړه کوو او پایلې به يې څه وي؟»

جنرال مک کرسټل د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما دواکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۹ کې د امريکايي او ‏ناټو پوځيانو مشر قومندان و.‏

اوس، چې زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې په اړه له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره هلې ځلې پيل کړي، امریکايي چارواکي ورته هيله‌من دي، خو تر اوسه دا هم نه ده روښانه، چې هغه به په خپل ماموريت کې بریالی شي که نه؛ ځکه امریکايي چارواکي د افغانستان جگړې په اړه ضد او نقیض څرگندونې کوي.

د امریکا دفاع وزير جيمز مټیس او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرگ وايي، چې سوله غواړي،  خو خپل پوځيان له افغانستانه نه باسي.

په مقابل کې يې زلمي خلیلزاد ويلي، چې امریکا په افغانستان پوځي اډې نه غواړي او يوازينۍ غوښتنه يې دا ده، چې له افغانستانه بايد امریکا ته گواښ نه وي متوجه.

طالبان هم ټينگار کوي، چې امریکا به له افغانستانه وتلو ته مجبوره کړي او د وروستي امریکايي پوځي تر شتونه به خپلې جگړې ته دوام ورکړي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون