افغانستان امنيت سلايډ (فيچر) نړيوالې

د افغان ځواکونو د چورلکو د سقوط بې ساري پېښې تصادف نه دي‌

د افغان پوځ د چورلکو د سقوط پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې او یوازې په تېره یوه اونۍ کې درې دغه ډول پېښې رامنځته شوي، چې د شنونکو په باور دا پېښې د اندیښنې وړ دي.

که څه هم دفاع وزارت د ټولو سقوط شویو چورلکو لامل تخنیکي ستونزې بولي؛ خو ځېنې شنونکي وایي، ښايي وسله‌والو د چورلکو ضد وسلې تر لاسه کړي وي او یا روسي چورلکې نور له گټه اخیستنې غورځول کیږي.

په تېره یوه اونۍ کې دوه پوځي چورلکې په کندهار او تېره ورځ یوه په فاریاب کې سقوط شوه.

تر دې وړاندې د سپټمبر په دویمه په فاریاب کې د پوځ یوه بله چورلکه ام ۱۴ نسکوره شوې وه، او تر هغه دوه ورځې وړاندې د پروان په کوه صافي ولسوالۍ کې یوه نظامي چورلکه لویدلې وه.

تر پروان وړاندې د هرات له شینډنډ هوایي ډگره پورته شوې یوه بله چورلکه په اگسټ میاشت کې فراه ته څيرمه وغورځېده.

په فراه کې د یوې بلې سقوط شوې هغې چورلکې د غورځیدو قضیه لا هم په بشپړ ډول نه ده روښانه شوې، چې د ولایتي شورا د رییس او ځېنې پوځي چارواکو په گډون ۲۱ کسان په کې ووژل شول او د دغې پېښې لا دوه میاشتې نه دي پوره شوې.

پوځي کارپوه او د د هوايي ځواک پخوانی جنرال، عتیق الله امرخیل وايي، داسې ښکاري، چې د چورلکو سقوط او بیړنۍ ناستې تصادف نه دي.

نوموړي ویلي،‌ د چورلکو د سقوط بې سارې پېښې د اندیښنې او پوښتنې وړ دي چې ښايي دوه لاملونه ولري.

د امرخیل په خبره لومړی لامل یې ښايي دا وي، چې وسله‌والو مخالفينو د چورلکو ضد وسلې تر لاسه کړي وي؛ خو که دا کار شوی وي بیا ولې یوازې روسۍ چورلکې غورځیږي په داسې حال کې چې امریکايي چورلکې تر اوسه نه دي سقوط شوې.

دغه جنرال همداراز زیاتوي دویم دلیل د چورلکو په تخنیکي سیستم کې قصدي ستونزې رامنځ ته کول دي، چې ښايي یو شمېر کسان دا کار ددې لپاره وکړي، چې نور د افغان پوځ لپاره روسۍ چورلکې ناکاره وښيي او پر ځای یې امریکايي تکنالوژي او چورلکې راشي.

امرخیل له دفاع وزارت څخه غواړي، چې د چورلکو د سقوط او تخنیکي عوارضو بشپړ جزیات باید را ټول او بیا له خلکو سره هم شریک کړي، ځکه د جنگ په سختو حالاتو کې دومره تخنیکي ستونزې ښايي یوازې د خلکو د تیر ایستلو لپاره وي.

یو بل پوځي کارپوه یوسف امین ځاځی وایي، د چورلکو د سقوط تر شا ځېنې ناویلې خبرې شته، چې حکومت یې له خلکو سره نه شریکوي.

هغه همداراز زیاتوي، دا ناممکنه ده چې په یوه میاشت کې دې ۵ یا تر دې ډیرې چورلکې ولویږي او د ټولو دلیل دې تخنیکي ستونزې وي.

ځاځی د پوښتنې په ډول وایي، چې دا تخنیکي ستونزې ولې د شلو کلونو په جریان کې نه پېښېدې، چې اوس پېښیږي؟

د هغه په خبره په داسې حال کې چې اوس په نړۍ کې د الوت ټکنالوژي تر بل هر وخت پرمختللې د چورلکو د سقوط لپاره د تخنیکي ستونزو مطرح کول بې مانا خبره ده.

نوموړی دا هم نه ردوي، چې گواکي وسله‌والو مخالفینو دې د چورلکو د ویشتلو لپاره ځېنې وسلې تر لاسه کړې وي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جاوید غفور وایي، دوی سږ کال د ټولو غورځیدلو چورلکو شمېرې رسنیو ته نه شي ورکولی؛ خو ځېنې پېښې شته چې د ټولو لامل یې تخنیکي ستونزې دي.

د هغه په خبره، د نړۍ په گڼو هېوادونو کې چورلکې له ورته ستونزو سره مخ کیږي او دا کوم لوی تصادف نه بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون