لوبې

پیاوړې توپ وهنه نیوزیلینډ پرلپسې درېیمې بریا ته ورسوله

نن د نیوزیلینډ او سریلانکا ترمنځ د دریو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې سریلانکا په ۱۱۵ منډو ستره ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

نیوزیلینډ نننۍ لوبې کې یو ځل بیا پیاوړې او چټکې توپ وهنې او اوږدې ملگرتیاوې په مرسته ټاکل شوو پنځوس اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۶۴ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره ټېلر په ۱۳۱ توپونو د نهو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۳۷، نېکولز په یوازې ۸۰ توپونو د دولسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۲۴ او وېلیمسن په ۶۵ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

سریلانکا لپاره ملېنگا ۳ او سنډاکن یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې سریلانکا په ۴۱٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پرېرا نیمه سلیزې په مرسته ۲۴۹ منډې جوړې کړې او په ۱۱۵ منډو يي ماتې وخوړه.

سریلانکا لپاره پرېرا په ۶۳ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۸۰، ډېکوېلا په ۳۷ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۶ او کوشال پرېرا په ۴۹ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

نیوزیلینډ لپاره فېرگوسن ۴، سودي ۳ او ساودي او نیشم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون