افغانستان سلايډ (فيچر)

عبدالله: طالبان پر ولسواکۍ باور نه لري

د سولې د خبرو له گرمیدو سره سم د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، طالبان لا هم د تاوتریخوالي له لارې خپل اهداف تعقیبوي او دا ډله پر ولسواکۍ او ډيموکراسۍ باور نه لري.

عبدالله د سویس په داووس کې په نړيواله اقتصادي ناسته کې همداراز وویل، چې د طالبانو پياوړتیا د سیمې د هېوادونو په ځانگړي ډول د روسیې او ایران په زیان ده او دا هېوادونه باید دا حقیقت درک کړي.

د هغه په خبره له طالبانو ملاتړ د هیڅ هېواد په گټه نه دی بلکې له دغې ډلې ملاتړ نړۍ ته زیان رسوي.

د هغه په خبره کې طالبان په افغانستان کې پیاوړي کیږي، د منځنۍ اسیا هېوادونه به ترې اغیزمن شي او په دې توگه به د روسیې گټه په مستقیم ډول زیانمنې شي.

د داووس اقتصادي ناستې په څنډه کې عبدالله همداراز وویل، چې په پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه د افغان سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

نوموړی زیاته کړه، افغان حکومت په دې شرط د سولې خبرو ته ژمن دی، چې د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راړونې خوندي وساتل شي.

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس د سولې تر عنوان لاندې‌ په دې ناسته کې زیاته کړه، چې افغانان اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند نه خوښي او دا د طالبانو غلط فکر دی، چې وايي، خلک له دوی سره ښایي خوښ وي.

عبدالله په داسې مهال دا خبرې کوي، چې له یو لوري نن په دریمه ورځ امریکايي او طالب استازي په قطر کې د افغان سولې په اړه خبرې کوي او له بل لوري د حکومت له منځه د سولې د مخالفینو‌ پر وړاندې کرکه په ډیریدو ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون