افغانستان سلايډ (فيچر) کورنۍ

مسير ورځپاڼه: د قطر په وروستۍ غونډه کې اختلافي موارد

د افغان سولې په تړاو په قطر کې دویمه ورځ هم غونډه وشوه. په دې غونډه کې د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو اته کسیز پلاوي، د خلیلزاد په مشرۍ له ۱۱ کسیز پلاوي سره خبرې وکړې. په دغو دوو ورځنیو غونډو کې نور مسایل هم مطرح شول، خو د خبرو تمرکز د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنگوالي و. په غونډه کې پر دې هم خبرې وشوې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دا هېواد د امریکا یا بل چا پر ضد نه کارول کېږي. امریکايي لوري بیا بیا د اوربند غوښتنه هم کړې، خو طالبانو دا چاره هم د ځواکونو له وتلو سره تړلې گڼلې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ لا هم دا بحث وروستی شوی نه دی، خو پرمختگونه پکې شوي دي. د دواړو لورو له اړخه د ځواکونو د وتلو پر څرنگوالي اختلاف دی. امریکايي لوری غواړي چې د دغو وتلو لپاره اوږد او مشروط پلان جوړ کړي، خو طالبان ټینگار کوي چې دا ځواکونه باید په لنډ وخت کې د یو مهالوېش له مخې ووځي.

امریکايي لوری ټینگار کوي چې افغانستان ته د سولې تر راگرځېدلو وروسته به چې کله دوی ډاډمن شي چې نور افغانستان خوندي دی، خپل ځواکونه وباسي، خو تر هغو پورې به یې ځواکونه کم شوي وي.

طالبان بیا وايي چې د افغانستان د خوندیتوب ډاډ ورکوو، نو ځواکونه باید د سولې له توافق سره سم له افغانستان څخه ووځي. په دې برخه کې بل بحث دا دی چې افغانستان به بیا د امریکا او د امریکا د متحدینو پر ضد نه کارول کېږي.

طالبان وايي چې دوی د سیمې او نړۍ ستر هېواد یا هېوادونه په دې چاره کې ښکېلوي او هغوی به تضمین ورکړي چې افغانستان به د چا پر ضد نه کارېږي. امریکایي لوری بیا پر دې ټینگار کوي چې د دې هر څه نظارت به خپله دوی کوي او د همدې لپاره د ځواکونو مشروط او محدود پاتې کېدل اړین دي.

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو لانجه لا حل نه ده، حکومت ټینگار کوي چې طالبان باید له دوی سره کېني. د سولې عالي شورا بیا وايي چې که دوی پکې نه وي، دا خبرې بې گټې دي او باید ډېر دوام ونه کړي.

حکومت یو ځل بیا تېروتنه کوي. د دوی له ټینگار سره سره طالبان حاضر نه دي چې ورسره وگوري، نو پکار ده حکومت خپل دریځ بدل کړي. د حکومت معقول دریځ به دا وي چې طالبان او امریکا د ځواکونو د وتلو په تړاو تر توافق پورې پرېږدي او له هغه وروسته د حکومت او طالبانو د خبرو بحث مطرح کړي. اوس له وخت وړاندې ده چې دا خبرې وشي، ځکه له یوه اړخه طالبان حاضر نه دي چې له حکومت سره کېني او له بله اړخه د ځواکونو وتل او څرنگوالی یې د امریکا د صلاحیتونو بحث دی، نو ځکه له هغوی سره باید په دې تړاو خبرې وشي. له همدې امله حکومت باید د دغو خبرو مخالفت ونه کړي، خو باید ټینگار وکړي چې دا خبرې دې د ځواکونو پر وتلو متمرکزې وي.

له دې ور هاخوا د افغانستان راتلونکی، د حکومت ډول، اساسي قانون او نور مسایل باید د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې حل شي او توافق پرې وشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون