سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

واشنگټن په قطر کې د طالبانو او خلیلزاد د خبرو پخلی وکړ

د امریکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د دوی ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان بحران د اواري لپاره له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

اسوشيټېد پريس خبري اژانس د امریکا د بهرنيوو چارو وزارت د چارواکو له خولې ليکلي، چې تېره ورځ دغه ناسته کې له خلیلزاد سره د امريکا د گڼو ادارو يوولس نور چارواکي هم ملگري وو.

دوه ورځې  وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په خپل ټويټ کې ويلي و، چې د امريکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې روانې دي او تېره ورځ يې يو ځل بيا وويل، چې دغه خبرې به نن چهارشنبه يعنې درېيمه ورځ هم روانې وي.

کابل تر اوسه د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه څه نه دي ويلي، خو د سولې عالي شورا له امريکا غوښتي، چې دغه ناستې ژر تر ژره پای ته ورسوي او طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.

امريکا هم هڅه کوي، چې طالبان له کابل  سره خبرو ته وهڅوي، خو طالبان ټينگار کوي، چې له لومړی بايد د بهرنيو پوځيانو د وتلو په اړه له امريکا سره خبرې پای ته ورسوي او وروسته به له افغان سياسي گوندونو او حکومت سره خبرې وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون