سلايډ (فيچر) کورنۍ

ویسا ورځپاڼه: اوښتي ذهنیتونه په لفاظیو نشي بدلیدای

د ولسمشر د ویاند مرستیال مرتضوي د ده له قوله لیکلي چې هېڅوک مې د گندمک په څېر تړون لاسلیکولو ته نشي اړ کولای.

که په خبرو اولاپو کې د مبالغې او غلو پر سر جایزې ټاکل شوې وای، د ولسمشر د غې خبرې به دکال تر ټولو لوړه جایز اخیستله. راځئ لږ د ولسمشر دغه خبره له شته واقعیتونو سره پرتله کړو. په تېرو څلورنیم کلونو کې د غني ـ عبدالله حکومت څومره تړونونه لاسلیک کړي او ماهیت یې له گندمک او ډېورند سره څه ډول پرتله کیدای شي؟

د ولسمشر له لوړې یوازې څو ساعته وروسته له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شو چې د ده په اعتراف په تېره څلور نیم کلنه دوره کې تر ۴۵ زره تنو زیات یوازې افغان امنیتي ځواکونه قرباني شوي دي. پر هېواد مو هر کال تر پینځو زرو زیات بمونه او توغندي اورېدلي دي، په دې تېرو څلور نیم کلونو کې که د افغانانو ټوله مرگ ژوبله حساب شي تر یو نیم سل زرو په هر صورت اوړي. تاریخ به پر دې خپل قضاوت کوي او باور مو دی چې دا د ټول هېواد د برخلیک په باب تر گندمک سل چنده خطرناک تړون ؤ.

ور پسې له پاکستان سره اس او پي او امنیتي تفاهم لیک تړونونه لاسلیک شول. علني پایله یې دا ده چې درې ورځې وروسته د پاکستان پوځ رسماً اعلان کړه چې د ډېورند په اوږدو کې ۹ سوه کیلو متره اغزن تار بشپړ شوی دی. پاکستان د همدې یو طرفه امتیاز تر لاسه کولو په ترڅ کې تر صفري کرښې دې لوري ته پوستې جوړې کړې او د ډېورند فرضي کرښې شا وخوا ته یې ډېر تصرفات وکړل چې مرکزي حکومت تر اوسه پورې یو رسمي اعتراض نه دی کړی.

په کوم هېواد کې چې د امریکا او ناټو د لویو ځواکونو پوځي اډې پرتې وي. هغه خپل جنگي ماموریتونه آزادنه ترسره کولی شي، دغه پردي ځواکونه هر وخت د سنگین د تېرې اونۍ په څېر وحشتونه ترسره کولای شي، په سلگونو کسان په وینو کې لمبولی شي. د شپې چاپې اچولای شي، له اتومي بم وروسته د نړۍ په کچه تر ټولو ستر بم غورځولای شي، او چارواکي یې مجبوروي چې دغه وحشتونه یا باید توجیه کړي، لکه د مور بم او د کندز پر مدرسه او روغتون برید او یا پرې چوپ وي لکه په لسګونو ځله نور خونړي بریدونه.

داسې ولس ته د گندمک تړون څومره معنا درلودای شي؟ هغه یوه سیاسي مقوله ده چې مغلوب او محکوم د انتخاب حق نه لري. زموږ اوسني حکومت او چارواکیو پخپله ځان محکومیت ته ورکړی او په دې دریځ کې بیا د غرور او خودۍ خبرې د هغه ولس پر غوږونو ډېرې بدې لگېږي چې عملاً د حکومت د بې کفایتۍ، تړاوونو او محکومې تګلارې د بدو پایلو درنه بیه ادا کوي.

چارواکي اوس پر دې پېژندل شوي چې د خپل دغه نیمګړي واک له پاره ټول هېواد په اور اړولای شي. په لفاظیو د ولس دغه ذهنیت هېڅکله نشي بدلولای.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون