افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

طالبانو د اسلام اباد پر ناسته سياسي لوبه وکړه

یو شمېر شنونکي او فعالان وايي، د اسلام اباد د ناستې په لغوه کولو کې د افغان حکومت رول مهم و؛ خو تر څنگ یې طالبانو هم په دې کار سره سیاسي لوبه وکړه.

د شنونکو په باور طالبانو داسې وښوده، چې افغان حکومت د سولې پر وړاندې خنډ دی او نه غواړي چې د سولې خبرې وشي؛ خو د پردې تر شا کیسه ښايي دا وي، چې عمران خان له دوی سره نه وي لیدلي.

طالبانو تېره ورځ‌ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د اسلام اباد ناسته دوی نه ده لغوه کړې،‌ بلکې د ملگرو ملتونو په تور نوملړ کې د طالب مشرانو د نومونو  شتوالی د دې لامل شو، چې دا سفر لغوه شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی چمتو و، چې په دې ناسته کې گډون وکړي؛ خو د سفر زمینه ورته برابره نه شوه.

سیاسي کارپوه نعیم نظري وايي، پاکستان د سعودي د ولیعهد د سفر له امله طالبان پرېښودل، ځکه د محمد بن سلمان سفر ورته خورا مهم و؛ خو طالبانو ځان قیمته خرڅ کړ او دا مسئله یې د ملگرو ملتونو په تور نوملړ پورې وتړله.

د هغه په خبره دا د ملگرو ملتونو په تور نوملړ کې د شامل والي خبره خو په مسکو کې هم وه، چې هغه مهال ملگرو ملتونو دا کار ونه کړ او تازه شکایت ورته وړمه ورځ شوی نو په یوه ورځ کې ملگرو ملتونو دا پریکړه نه ده کړې.

د حنیف اتمر پخوانی ویاند تواب غورځنگ بیا وايي، په دې مسئله کې د افغان حکومت رول مهم دی.

هغه پر خپل فیسبوک لیکلي، چې که دا ناسته نه وای لغوه شوې، نو پاکستان ترې ډيره گټه اخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون