سلايډ (فيچر) لوبې

د نجیب لومړنۍ سلیزه؛ افغانستان د ۲۵۷ منډو هدف وټاکه

همدا اوس د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د پنځو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو درېیمه لوبه روانه ده. شیبه وړاندې د افغانستان توپ وهنه پای ته ورسېده او ایرلینډ ته يي د ۲۵۷ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه ملي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان لپاره نننۍ لوبه حضرت الله ځاځی او محمد شهزاد پیل کړه خو شهزاد له ځانگړو منډو جوړولو پرته ورو توپ وهنې څخه وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

نننۍ لوبې کې د حضرت الله ځاځی پرته د افغانستان د توپ وهنې پیلوونکي لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او افغانستان ۷۴ منډو کې پنځه مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې.

د لوبې سختو شیبو کې د اصغر افغان او نجیب الله ځدران له سلو څخه د زیاتو منډو ملگرتیا افغانستان له ستونزمنو حالاتو وژغورله او یو ښه هدف ټاکلو کې يي د پام وړ مرسته وکړه.

افغانستان د نجیب الله ځدران او اصغر افغان غوره توپ وهنې پایله کې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۶ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبې کې نجیب الله ځدران په ۹۸ توپونو د پنځو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۱۰۴ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې او بریالۍ لوبه نندارې ته وړاندې کړه. نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې دا د نجیب ځدران لومړنۍ سلیزه وه. اصغر افغان هم په ۱۰۹ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

محمد شهزاد په ۱۵ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۵، حضرت الله ځاځی په ۳۳ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۴، رحمت شاه په ۱۰ توپونو ۱، حشمت الله شهیدي په ۱۵ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۱، سمیع الله شینواری په ۳ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۴، محمد نبي په ۴ توپونو ۲، راشد خان په ۱۰ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۸ او دولت ځدران به ۳ توپونو ۲ منډې جوړې کړې.

ایرلینډ لپاره ټېم مورټا او رنکېن دوه دوه او مک براین، کېمرون ډو او ډوکرېل یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون