لوبې

ډراپ شوي کېچونه د افغانستان د ماتې لامل شوه

شیبه وړاندې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ درېیمه یوه ورځنۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان له ایرلینډ څخه په ۶ وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه ملي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان د نجیب الله ځدران او اصغر افغان غوره توپ وهنې پایله کې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۶ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبې کې نجیب الله ځدران په ۹۸ توپونو د پنځو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۱۰۴ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې او بریالۍ لوبه نندارې ته وړاندې کړه. نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې دا د نجیب ځدران لومړنۍ سلیزه وه. اصغر افغان هم په ۱۰۹ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

له دمې وروسته ایرلینډ لپاره پورټرفیلډ او پاول سټرلېنگ توپ وهنه پیل کړه خو او له ځنډ پرته په پرلپسې توگه يي درې مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د جورج ډوکرېل او بلبرني پیاوړې او اوږده ملگرتیا دغه لوبه د ایرلینډ د بریا په لور روانه کړه.

دغه ملگرتیا جوړولو کې تر ټولو ستره ناکامي د افغان ملي لوبډلې کمزورې ډگر ساتنه وه. مختلفو لوبغاړو څو ځلي مهم کېچونه له لاسه ورکړل چې له امله يي دغه دوه لوبغاړي د پیاوړې، اوږده او لوبې گټونکې ملگرتیا په جوړولو بریالي شول.

ایرلینډ لپاره جورج ډوکرېل او بلبرني د ۱۴۳ منډو اوږده ملگرتیا وکړه.

ایرلینډ د بلبرني پیاوړې او بریالۍ توپ اچونې په مرسته ۴۹ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي په څلورو وېکېټې ماتې ورکړه.

ایرلینډ لپاره بلبرني په ۱۳۶ توپونو د اتو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۱۴۵ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او دغه لوبه يي د خپلې لوبډلې په بریا پای ته ورسوله.

افغانستان لپاره مجیب الرحمن خپل ۱۰ اورونو کې ۵۵ منډو ورکولو سره ۱، دولت ځدران خپل ۱۰ اورونو کې ۵۲ منډو ورکولو سره ۲، سمیع الله شینواري خپل ۱۰ اورونو کې ۶۰ منډو ورکولو سره ۱، محمد نبي خپل ۱۰ اورونو کې ۴۵ منډو ورکولو سره ۱ او راشد خان خپل ۹ اورونو کې ۴۴ منډو ورکولو سره یوه وېکېټه واخیسته.

ایرلینډ دغې لوبې گټلو سره د لوبو دغه لړۍ ۱-۱ سره مساوي وکړه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون