افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

ملکي مرگ ژوبلې حکومت له نویو گواښونو سره مخ کړی

په دې وروستو اونیو کې نږدې هره ورځ د هېواد په یوه برخه کې د عملیاتو پر مهال ملکي‌ وگړو ته مرگ ژوبله اړوي، چې اوس دې کار د حکومت او خلکو تر منځ واټن نور هم زیات کړی دی.

خلک گومان کوي، چې حکومت د سولې د مخالفت په پار په کلیو او بانډو کې ملکي وگړي د طالبانو په نوم وژني او په دې توگه د خپل زور ښودلو نمایش کوي.

په تیرو څو اونیو کې د ننگرهار په حصارک، د وردگو په جلگه، د غزني په اندړو،‌ د هلمند په سنگین، د پکتیکا په برمل او بیا د وردگو په سیداباد کې د عملیاتو پر مهال لسگونه ملکي‌ وگړي‌ ووژل شول؛ خو حکومت یې پر یوه هم غبرگون ونه ښود.

د هغو کسانو خپلوان چې تازه د غزني په اندړو کې د هوايي برید له امله وژل شوي وايي، حکومت د زور ښودلو په نوم خپل ولس وژني.

د یوه وژل شوي کس خپلوان نورعلي نړۍ نیوز ته د ټلیفون په لیکه وویل، د ترور زوی یې له کلي ښار ته روان و، چې هوايي برید پرې وشو او دوی یې ټوټې هم را ټولې نه شوای کړی.

د هغه په خبره بده خبره لا دا ده چې حکومت په خپل ولس د طالبانو او وسله‌والو نوم ږدي او بیا پرې چوپ پاتې کیږي.

د نورعلي‌ په وینا حکومت ادعا کوي چې د طالبانو فیلډر موټر یې بمبار کړی،‌ په داسې حال کې چې فیلډر موټر په دې لاره نیم ساعت مخکې تیر شوی و او الوتکو د ملکیانو فلانکوچ په نښه کړ.

د وردگو د تنگي خلک هم وايي، چې حکومت یې پر ښځو او ماشومانو د طالب قوماندانو نومونه کیښودل.

د تنگي یوه اوسیدونکي سیدالله نړۍ نیوز ته وویل، که د ټول وطن ښځې او ماشومان طالبان وي نو بیا د حکومت عام وژنه پيل کړي.

د هغه په خبره هیڅکله به پر داسې حکومت باور ونه کړي، چې خپل ولس وژني.

د وردگو ولایت ویاند محب الله شریفزی وايي، چې په تنگي کې ملکي وگړي‌ نه دي وژل شوي‌ شپږ مهم طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې له منځه وړل شوي‌ دي.

خو کله چې د وژل شویو ویډیوگانې د وردگو د والي‌ مظفرالدین یمین مخته کیښودل شوې هغه تر جلسې وروسته خلکو ته وویل، چې دا ویډیوگانې یې زړې را ټولې کړې.

اوس د تنگي خلک په دې پریکړه کې دي، چې د حکومت پر وړاندې ډله‌ییز پاڅون وکړي او که دا کار وشي‌ حکومت به له یوه نوي گواښ سره مخ شي.

تیره ورځ‌ ولسمشر غني د امنیتي ځواکونو له مشرانو او بهرنیو ځواکونو سره د ملکیانو د تلفاتو د کمولو په اړه ناسته هم لرله؛ خو‌ ډير خلک دا ناسته ناوخته بولي.

په اسلام اباد کې پخواني افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال پر خپل ټویټر لیکلي، که څه هم دا ناسته ډيره ناوخته شوې؛ خو بیا یې هم په نیک پال نیسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون