سلايډ (فيچر) کورنۍ

مسير ورځپاڼه: په وروستیو دوو میاشتو کې له امریکا سره مخالفت څه مانا لري؟

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملي یووالي د حکومت د تگلارې خلاف ژبه کارولې ده. نوموړي پر زلمي خلیلزاد تورونه لگولي او ویلي یې دي چې دوی ته معلومات نه ورکوي، طالبانو ته کمپاین کوي او غواړي خپله د افغانستان وایسرای شي. نوموړي دغه راز د امریکا له تگلارې ناخوښي څرگنده کړې ده او گیله یې کړې چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ورسره کتلي نه دي.

د حمدالله محب خبرې ښې وې، د افغان حکومت دریځ باید همداسې وي، خو ایا دوی په دغه دریځ کې رښتیني دي؟ ایا رښتیا د افغانستان د گټو لپاره دا دریځ خپلوي؟ او دا ډول دریځ په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان له گټو سره مرسته کولی شي؟

د ملي یووالي حکومت د امریکا د احسان پوروړی دی، امریکا جوړ کړ او د افغانستان د ارزښتونو، تاریخ او اساسي قانون خلاف جوړ شوی دا حکومت یې پنځه کاله وساته. د ملي یووالي حکومت هم د افغانستان د گټو او ارزښتونو خلاف امریکا ته ډېر څه ورکړل او اړیکه یې تر ډېره د آمر او مامور وه. ولسمشر غني د خپل کار په لومړیو کې ورسره شرموونکی امنیتي تړون لاسلیک کړ، د امریکا هره غوښتنه یې ومنله، د امریکا پر جنایتونو یې سترگې پټې کړې، د هغوی بمبارۍ او هر جنایت یې تحمل کړ او آن د هغوی جنایتونه او جرمونه یې هم خپل وگڼل. امریکا بمبارۍ وکړې، دوی توجیه کړې، امریکا خلک ووژل، دوی وویل چې امریکا نه، موږ وژلي، امریکا اردو او پولیس بمبار کړل، دوی پرې پټه خوله پاتې شول. دا یوه پېښه نه ده، بلکې سلگونه پېښې دي چې د ملي یووالي حکومت پکې د افغانستان ارزښتونه، خپلواکي، حیثیت، گټې او ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړ، څو امریکا خوشاله وساتي. امریکا له طالبانو سره اړیکې جوړې کړې، خبرې پیل شوې، ولسمشر غني وویل چې دا زموږ طرحه ده او هر څه په تدبیر او دقت سره مخکې ځي. امریکا له طالبانو سره په خبرو کې دولت ته هېڅ معلومات نه ورکول، خو ولسمشر غني به ویل چې زه پوره معلومات لرم او خلیلزاد گزارش را کوي. امریکا به له طالبانو سره مخامخ او پټې خبرې کولې، ارگ به ویل چې آخر به موږ پکې ور گډیږو.

په تېرو څلورو کلونو کې د ارگ او امریکا اړیکه د مامور او آمر اړیکه وه. امریکا به هر څه ویل او ارگ به په پټو سترگو منل. اوس هم دا اړیکه همغه ډول ده. اوس هم پر امریکا له دې امله نیوکې نه کېږي چې د افغانستان گټې خوندي شي، بلکې نیوکې له دې امله دي چې په راتلونکي بدلون کې اوسنی ولسمشر او ملگري یې نشته. له همدې امله ضد او نقیض دریځونه لري چې دا په هېڅ ډول د افغانستان په گټه نه دي.

که ولسمشر او ملگري یې رښتیا پر امریکا شک لري او غواړي د افغانستان گټې خوندي کړي، لومړی دې پر امنیتي تړون له سره غور وکړي. بیا دې په کلو او بانډو کې روان وحشت بند کړي چې امریکايي ځواکونه یې زموږ د ځواکونو سره په گډه کوي. حکومت دې خپلواک او د افغانستان د گټو پر اساس عمل وکړي. له دې پرته دا یوازې د واک د تداوم ناکامه هڅه ده چې د واک په وروستیو کې کېږي او هېڅ گټه نه لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون