افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

د حمدالله محب پر سر د کابل او واشنگټن ناندريو پایله څه کېدای شي؟

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو په اړه د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب توندې نيوکې کړې وې او د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد يې د کابل په گوښه کولو او شخصي گټو پاللو باندې تورن کړی و.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو په حواله ليکلي، چې ولسمشر اشرف غني ته  يې د ټيليفوني اړيکې  پر مهال ويلي، چې «واشنگټن نور د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار سره چال چلند بند کړی ده او تر دې وروسته به هېڅ ملکي او پوځي امریکايي چارواکی له ده سره ونه گورئ.»

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ډيوډ هېل حمدالله محب خپل دفتر ته ورغوښتی و او د خلیلزاد په تړاو يې د هغه خبرې رد کړې.

ډیوډ هېل محب ته ويلي و، چې د سولې روانو خبرو او خلیلزاد په اړه د ده څرگندونې د سولې روان بهیر او همدارنگه د کابل واشنگټن اړيکو ته زيان رسولی شي.

ځينو سرچينو دا هم ويلي، چې امریکايي چارواکو امریکا ته د محب په ورتگ هم بنديز لگولی دی.

افغان حکومت تر اوسه د امریکا او حمدالله محب د روانو ناندریو په اړه څه نه دي ويلي.

د خواله رسنيو يو شمېر فعالانو هم ځينو د محب ملاتړ او ځينو نورو يې مخالفت کړی دی.

ژورناليست او مدني فعال شفيع اعظم ليکلي، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له امریکايي چارواکو سره د ولسي خلک د وژنې  په مخنيوي، د ړندو بمباريو او جوماتونو د نړولو په مخنيوي ټکر نه دی راغلی، بلکې ټوله غوښتنه يې دا وه، چې امریکا دې خپل عسکر نه باسي او امریکايي چارواکو يې دا خبرې نه دي زغملي.

خو امریکا مېشتي افغان نورالله احمدزي د حمدالله محب د دريځ ملاتړ کړی او له افغان سياستوالو يې غوښتي، چې په روان ترينگلي وضعيت کې د افغان حکومت تر شا ودريږي.

د چارو څارونکي بيا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري، چې  ځينو يې د محب د دريځ ملاتړ کوي او ځينو نورو پرې بيا نيوکې کړي دي.

د سياسي چارو کارپوه عبدالکبیر رنجبر وايي، چې امریکا حق نه لري، يو مېلمه او بيا د محب په څېر لوړپوړی افغان چارواکی د بهرنيو چارو وزارت ته احضار کړي او د امریکا دا کړنه يې له نړيوالو نورمونو څخه سرغړونه بللې ده.

د شمشا ټلويزون د «تودو بحثونو» چلوونکي ژورنالېست مېرويس ستانکزي هم د حمدالله محب څرگندونې د هېواد د استقلاليت تمثيل بللی او د هغه ملاتړ يې کړی دی.

د نړيوالو چارو څارونکی انتظار خادم هم د ملي امنيت د دريځ ملاتړ کوي، خو زياته کړې يې ده، چې ښه به دا وه، چې محب خپل دريځ په «ډيپلوماټيکه ژبه» وړاندې کړی وای.

خادم وايي، چې د کابل او واشنگټن ترمنځ د اړيکو په اړه ناسم پوهاوی او دا ډول څرگندونې د دواړو دولتونو په اړيکو ناوړه اغېز کولی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون