سلايډ (فيچر) کورنۍ

ویسا ورځپاڼه: د سولې بهیر ـ څو اندېښنې!

د قطر د خبرو په باب ډېر لوري دغه خبره کوي چې پر مهمو مسایلو د امریکا او طالبانو تر منځ توافق راغلی دی، خو د خبرو جزئيات دواړو لوریو ډېر پټ ساتلي دي.

دا چې د دواړو لوریو تر منځ په کومه کچه پر کومو مسایلو خبرې شوې او پر کومو بشپړ توافق شوی پر کومو نورو بحثونو او چنو ته اړتیا ده، تر اوسه سم روښانه نه دي، یوازې دومره ویل کېږي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو په باب طالبان له شپږو میاشتو تر یوه کاله موده موافق دي خو امریکایان ټینگار کوي چې لږ تر لږه په درې کلونو کې به د دوی ځواکونه بشپړ وزي. پر دغه حالت له افغان ولس سره په ریښتینې معنا اندېښنې شته او دغه اندېښنې پر ځای هم دي.

حکومت هم پر همدې ټکي اعتراض لري، د سولې شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزي هم پرون همدغه خبره وکړه. او پر دې یې اندېښنه وښودله. د پخواني حکومت چارواکي په دې نظر دي چې په قطر کې اوس کټ مټ د ۲۰۱۰ کال په څېر معامله روانه ده، البته د سیمې په کچه د اوس او هغه مهال تر منځ توپیر دی.

په هر صورت دلته دوه ټکي مهم دي:

لومړی د امریکا دغه دریځ چې له طالبانو سره پټې خبرې کوي او حکومت هم په دې جریان کې ور شریک نه دی، نه یوازې چې شریک نه دی بلکې خبر هم نه دی، دا پخپله د حکومت گناه ده، که حکومت په تېرو نږدې پینځو کلونو کې امریکا او نړیوالې ټولنې ته په هېواد کې د هر ډول وحشیانه تصرف اجازه نه وای ورکړې، نن به دوی داسې له سترگو نه لوېدل.

که وړم کال د افغانستان او سیمې لپاره د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ په باب حکومت د یوه خپلواک هېواد او ولس استازولي کړې وای د امریکا پر خطرناکه ستراتيژۍ یې اعتراض کړی وای. که د مور بم پر کارولو یې یو د اعتراض غږ اوچت کړی وای او په لسگونو نورو برخو کې یې پر هغو ټکیو اعتراض کړی وای چې د افغانستان ملي حاکمیت پکې نقض شوی دی، بیا به د قطر له خبرو نه حکومت دومره لرې نه رټل کېدو. په دې تړاو څه موده وړاندې د بارنټ روبین د ټویټر وړکې تبصره زموږ د چارواکیو ذلت ډېر ښه تصویروي، چې د پوځونو د استولو پر مهال یې د ملي حاکمیت دنقض هېڅ احساس او اعتراض نه ؤ. اوس د پوځونو د اېستلو او د سولې په باب اعتراض کوي!

دوهم ټکی تر ټولو مهمه دا ده چې د بین الافغاني تفاهم زمینه برابره شي، د دې لپاره د قطر راتلونکې غونډه ډېر لوی چانس دی. خو باور مو دی چې د حکومتي کسانو په شمول ډېر لوري په دې کې هم د (لوی کور د لوی غم) د چارې په فکر کې نه دي، دوی خپلې ډېرې وړوکې اجنډاوې او موخې لري. زیاتره د یوې درې او کلي په تړاو د فکر تر بریده وړوکي دي. که د ملي فکر خاوندان په دې غونډه کې ډېری برخه نه وي خدای مه کړه بیا به هم فرصتونه ضایع شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون