افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

شنونکي: راتلونکو څو اونیو کې به جگړه زور واخلي

یو شمېر سیاسي او پوځي شنونکي وایي، راتلونکو څو اونیو کې به جگړه زور واخلي او دواړه لوري هڅه کوي، د سولې خبرو پر مهال ځان پياوړی وښيي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت پرون د خالد په نوم د نویو عملیاتو طرحه په امنیت شورا کې تصویب کړه، طالبان هم د پسرلنیو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي.

که څه هم طالبان خپل پسرلني عملیات ډير وخت د غويي په میاشت کې اعلانوي؛ خو سږ کال یې تر اوسه په اړه څه نه دي ویل شوي.

سیاسي کارپوه عبدالولي وهاب وایي، په راتلونکو څو اونیو کې به جگړه ډير زور واخلي او ښايي ځینې سیمې د دولت له ولکې ووځي.

نوموړي نړۍنیوز ته وویل، سږ کال په ژمي کې هم جگړه گرمه وه او هره ورځ د ناامنۍ او جگړو خبرونه له مختلفو سیمو خپریدل، چې د پسرلي په دویمه اونۍ کې طالبان د بدخشان یوه ولسوالي‌ ونیوله.

وهاب وايي، کله چې ونې شنې او د طالبانو لپاره د جگړې چاپيریال برابر شي، دا ډله به جگړې ته ډېر زور ورکړي.

هغه وايي،‌ د جگړې د چټکتیا یو اساسي دلیل دا دی چې طالبان غواړي‌ دوحه کې له قوي دریځه خبرې وکړي‌ او حکومت هم ورته کار کوي.

د کابل پوهنتنو استاد نصرالله ستانکزی هم وایي، چې حکومت او طالبان د امتیاز اخیستو لپاره جگړې ته زور ورکوي.

ستانکزي زياته کړې، دا طبیعي خبره ده،‌ چې د سولې د خبرو پر مهال جگړه چټکیږي؛ خو په افغانستان کې بدمرغي‌ دا ده چې قرباني یې ټول افغانان دي.

یو بل پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي، د افغان ځواکونو روحیات تر نورو کلونو زیانمن شوي، ځکه د حکومت کمزوری مدیریت هغوی د جگړې په کرښو کې ماتوي.

نوموړی وايي، حکومت په ژمي کې نه شوای کولی خپلو سرتیرو ته په وخت امکانات او تجهیزات ورسوي او کله چې جگړه گرمه شي نو دا کار به څنگه کوي؟

امرخیل وايي، امنیتي‌ بنسټونه دا وړتیا نه لري،‌ چې په یوه وخت کې په څو مختلفو ځایونو کې جگړه مدیریت کړای شي.

د هغه په خبره دا کار ډير امکانات غواړي او له بده مرغه افغان ځواکونو تر اوسه دا امکانات نه لري.

نوموړی د طالبانو په اړه وايي، چې دا ډله که په یوه وخت کې د لسو،‌ لسو جنگیالیو په مرسته د هېواد په څو ولایتونو کې جگړه پيل کړی،‌ حکومت اړ دی، چې د هرې پیل شوې جگړې لپاره باید سل سرتیري‌ او هغوی ته امکانات ورسوي.

دی په ټوله کې اټکل کوي، چې ښايي په راتلونکو څو اونیو کې جگړه زور واخلي او ملکي تلفات هم ورسره لوړ شي.

خو د جگړې تر څنگ دا هیله هم شته،‌ چې په راتلونکو میاشتو کې د سولې خبرې یوه مثبته پایله ولري او لږ تر لږه یو اوږدمهاله اوربند اعلان شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون