افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

طالبان له کومو لارو وسلې او مهمات تر لاسه کوي؟

د طالبانو تجهیز یوه لویه پوښتنه ده چې نه پخپله ورته طالبان واضح ځواب وايي او نه هم افغان حکومت او بهرنیان داسې د قناعت وړ خبره کوي، چې ولس یې ومني.

افغان حکومت وایي، د سیمې هیوادونه طالبانو ته وسلې ورکوي او تر څنگ یې مخدره توکي د طالبانو لپاره د تجهیز یوه لویه سرچینه ده.

بهرني ځواکونه هم پرته له دې چې د سیمې هېوادونه د طالبانو په ملاتړ تورن کړي، قاچاق، مخدره توکي او کانونه د طالبانو سترې مالي سرچینې بولي، چې بیا له همدې لارو په تر لاسه شویو، پیسو وسلې پیري.

طالبانو له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۰۸ کال پورې تر ډيره د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغان مجاهدینو لاس ته ورغلې وسلې کارولې، چې مشهور یې کلاشینکوف، ار، پي جي او پیکا وو.

خو تر هغه وروسته څيړني ښيي، چې طالبان هر کال لا زیات تجهیز شول او تر ۲۰۱۶ کال پورې دوی ته ان تر افغان ځواکونو پياوړې وسلې ورسیدې؛ خو هغوی یوازې سپکې وسلې لري او درنې وسلې نه لیږدولی شي او نه هم لاسرسی ورته لري.

طالبان دا مهال شپني زره بیني وسلې هم لري، چې په جنوبي او لویدیځو ولایتونو کې هره ورځ پرې افغان ځواکونه په نښه کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې د افغان پوځیانو د چورلکو د سقوط پېښې زیاتې شوې او ورسره دا ویره وه، چې طالبانو ښايي د چورلکو ضد وسلې تر لاسه کړې وي.

یوه پوځي شنونکي او د کندوز پخواني والي عمر ساپي ادعا وکړه، چې د طالبانو وسلې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ترمیمږي  او د چورلکو ضد وسلې هم همدې هیوادونو ورکړې.

یو بل سیاسي کارپوه وحید مژده بیا وايي، چې طالبانو د الوتکو چورلکو ضد وسلې په ازمويښتي ډول تر لاسه کړې؛ خو وروسته بیا ورته ونه رسیدې.

هغه د بیلگې په ډول په پکتیا او بگرام کې د دوه امریکايي الوتکو نسکوریدل یادوي، چې طالبانو وویشتې؛ خو وروسته بیا امریکا د پردې تر شا کومه معامله وکړه او دا وسلې طالبانو ته ونه رسیدې.

خو د طالبانو د وسلو تر لاسه کولو یوه لویه کورنۍ سرچینه د ولسوالیو او پوستو سقوط او له دولت نه نیولې وسلې دي.

طالبانو تیر کال تر ۲۰ ډيرې ولسوالۍ د جگړو پر مهال نیولې، چې له همدې ولسوالیو یې سلگونه میله وسلې او تجهیزات تر لاسه کړي دي.

د تیر کال په سختو جگړو کې لسگونه پوستې هم سقوط شوې، چې وسلې او مهمات یې طالبانو وړي دي.

پوځي شنونکي وايي، د ولسوالیو او پوستو سقوط د طالبانو لپاره د تجهیز یوه غوره سرچینه ده، چې د افغان حکومت پر ضد بیرته له هغه وسلو کار اخیستل کیږي، چې نړیوالو مرستندویانو حکومت ته ورکړې.

د گام نیوز موندنې ښيي، چې طالبانو په تیر کال کې د افغان ځواکونو تر ۱۰۰ ډیر هاموي ټانگونه او رنجنر موټر هم نیولي.

تېر کال تر ټولو ډير وسايل د هېواد په شمالي او لویدیځو ولایتونو کې طالبانو تر لاسه کړي او ورپسې بیا په جنوبي ولایتونو کې د دولت له ولکې ځينې ولسوالۍ وتلې دي.

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارگانونو خپلواکه اداره دا مهال د هېواد د ټولو دایمي او موقتي ولسوالیو شمېر ۳۸۴ بولي او په وینا یې د لوی شمېر ولسوالیو ولکه له افغان حکومت سره ده.

طالبان وايي، چې دا مهال د هېواد ۶۱ ولسوالۍ په بشپړ ډول ددوی په واک کې دي؛ خو افغان حکومت بیا د طالبانو تر ولکې د لاندې ولسوالیو هیڅ کره شمير نه خپروي.

د بیلگې په ډول د وردگو ولایت د جلگې ولسوالي، چې مرکز یې له طالبانو سره دی او حکومت پرې ولکه نه لري؛ خو د دفاع وزارت په معلوماتو کې دا ولسوالي د دولت تر ولکې لاندې ښودل شوې.

د وردگو ولایت ویاند محب الله شریفزي گام نیوز ته په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، چې د جلگې ولسوالي له چا سره ده او ولسوال یې چیرته کیني.

د هغه معلوماتو له مخې چې گام نیوز له مختلفو ادرسونو او سیمه‌ییزو سرچینو او خلکو را ټول کړي، لاندې ولسوالۍ تیر کال لږ تر لږه یو ځل د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې، چې وسلې او مهمات یې وړل شوي، دغه ولسوالۍ بیا یا د طالبانو تر ولکې لاندې پاتې دي یا هم بیرته دولت نیولې.

تر ټولو ډيرې ولسوالۍ چې طالبان هم پرې د واکمنۍ ادعا کوي، په غزني ولایت کې دي او د یاد ولایت نهه ولسوالۍ د طالبانو تر تسلط لاندې تیرې شوې.

غزني کې واغز، ناوه، شلگر، ده یک، خوگیاڼي، زنخان، جغتو، خواجه عمري او رشیدان ولسوالۍ تېرو کلونو کې لږ تر لږه یو ځل د طالبانو تر ولکې راغلې، چې اوس یې ځينې ورسره دي او ځینې بیرته دولت نیولې.

وردگو کې جلگه ولسوالي په بشپړ ډول له طالبانو سره ده؛ خو پر سیداباد ولسوالۍ یې د برید پر مهال تر ۲۰۰ میله ډيرې وسلې له ځان سره یوړې او ولسوالي اوس بیرته د دولت تر ولکې لاندې ده.

په سیداباد کې یوې امنیتي سرچینې گام نیوز ته وویل، چې طالبانو دومره وسله یو نه وړه لکه وروسته چې ځینو عسکرو او یا مامورینه پټه کړه.

دغه سرچینه وایي، دولت د وسلو د وړلو خبره نه رسنیزه کوي؛ خو د کلونو قضیې د سیداباد ولسوالۍ په یوه شپه سقوط کې ورکې شوې.

د سیداباد ولسوالۍ د ۲۰۱۸ د اکټوبر په اتمه شپه د څو ساعتونو لپاره سقوط وکړ، چې امنیه قوماندان یې هم د طالبانو برید کې ووژل شو.

د هلمند موسی کلا، نوزاد، خانشین، باغران، دیشو او سنگین په ډیرو برخو هم طالبان واکمن دي او تیر کال په همدې ولسوالیو کې په ځینو پوستو سختې جگړې شوې، چې وسلې یې طالبانو وړې دي.

د فاریاب بلچراغ، خواجه موسی، بندر او چهل گزي ولسوالۍ هم تر ډیره د دولت له ولکې وتلې دي.

د سرپل په ځینو سیمو کې بیا طالبانو او داعشیانو هم نښتې کړې او طالبانو له داعشیانو هم ځینې وسلې تر لاسه کړې.

دوی د بیلگې په ډول د ۲۰۱۸ په مارچ کې په کوهستانو ولسوالۍ کې سره جگړه کړې، چې اوس د کوهستاناتو ولسوالۍ د ډيرو برخو په گډون د سرپل، البدر او شیرم ولسوالۍ د طالبانو تر مستقیم تاثیر لاندې دي.

د فراه خاک سفید ولسوالۍ کې هم ځینې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او د ځايي خلکو په خبره طالبان له خلکو په ځینو سیمو کې باج هم اخلي.

د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۱۲ نیټه طالبانو په خاک سفید ولسوالۍ کې په یوه ورځ ۳۱ پولیس ووژل.

د خاک سفید ولسوال جمعه خان هغه مهال ویلي وو، چې طالبانو د سرتیرو وسلې او مهمات هم وړي دي.

د انار درې، شیب کوه، گلستان، بکواه او بالابلوک ولسوالیو په مرکزونو کې هم د طالبانو فعالیتونه پراخ دي او هره شپه پوستې نیسي، سرتیري یې وژني او وسلې ترې وړي.

د فراه په مرکز کې هم طالبانو په ۲۰۱۸ کال کې گڼو  دولتي سرتیرو ته مرگ ژوبله اړولې او د هغوی مهمات یې د ښار له منځه وړي دي.

بادغیس کې د غورماچ ولسوالۍ په مختلفو برخو کې طالبانو یوازې د ۲۰۱۹ کال په دویمه میاشت کې له سرحدي پولیسو تر ۱۰۰ میله ډیرې وسلې او مهات ونیول.

طالبانو یو شمير سرتیري اسیر هم کړل او بیا یې بیرته خوشي کړل، او ځینې سرتیري ترکمنستان ته واوښتل چې بیا د بهرنیو چارو وزارت له لارې بیرته افغانستان ته راستانه شول.

د بادغیس چارواکو تایید کړې، چې د یاد سرتیرو وسلې او مهات وسله والو له ځان سره وړي دي.

د کندهار پر شورابک، ماینشن او غورک ولسوالیو څو ځله طالبانو ډلییز بریدونه وکړل، چې هغه مهال به جنرال رازق بیرته کابو کول؛ خو په گڼو سرتیرو ته یې مرگ ژوبله اړولې او په تیر کال یې له همدې ولسوالۍ لسگونه میله وسلې او مهات تر لاسه کړي.

د پکتیکا له ځینو موقتي او دایمي ولسوالیو لکه چاربران، نکه ډيله، ومنه، وړممۍ، گومل او گیان هم طالبانو تیر کال د جگړې پر مهال وسلې او مهات تر لاسه کړي.

د پکتیکا پخواني والي کریم متین په خبره چې په یاد ولسوالیو کې نا امني له پخوا او کابو شوې کله هم نه ده.

د بدخشان ورودج ولسوالي تیر کال په بشپړ ډول طالبانو ونیوه او درې ورځې ورسره وه، چې ټولې وسلې او موټر یې تر بوتلل.

د کورنیو چارو وزارت د هغه وخت سرپرست ویاند نجیب دانش وویل، چې دوی چې ولسوالۍ ته رسیدل، ولسوالي طالبانو تر ډیره ویجاړه کړې وه.

د بلخ په البرز او چاهي ولسوالیو کې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم جگړې وکړې؛ خو جگړې نه یوازې دا چې ونه گټلې بلکې د ۲۰۱۸ په اپریل کې یې گڼ سرتیري په طالبانو ووژل.

طالبانو د همدې سرتیرو وسلې او مهات واخیستل او بیرته یې ځانونه پر تجهیز کړل.

په ۲۰۱۷ کې کله چې کندوز سقوط شو، ډيرو پوځي شنونکي ویل، چې دا کار به طالبان کلونه نور هم تجهیز کړي.

طالبانو په دوه ورځو کې له کندوز ښاره سلگونه میله وسلې او مهات یوړل او دفاع وزارت وخت ناوخت اعلان کوي، چې دوی هغه هاموي موټر په هوايي بریدونه کې په نښه کړي، چې طالبانو نیولي دي.

اوس طالبان د کندوز په چهاردره کې خورا زیات؛ خو په امام صاحب او ځينو نورو ولسوالیو کې هم فعال دي.

د رزوگان شهید حساس ولسوالي چې دولت یې د لرلو ادعا کوي ډیرې برخې یې له وسله والو سره دي.

د زابل خاک افغان ولسوالي تیر ۱۰ کاله له طالبانو سره ده او گومان دی، چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر هم په همدې ولسوالۍ کې مړ شوی.

خو د ۲۰۱۸ د اپریل په ۲۷ طالبانو په دای چوپان کې سخته جگړه وکړه، چې تر ۳۰ ډير طالبان هم په کې ووژل شول؛ خو د وسلو تر لاسه کولو لپاره هم دا جگړه د طالبانو لپاره مهمه وه.

تر دې ور هاخوا د زابل په نوبهار کې څو ځله د ۲۰۱۸ په مارچ، جون، اگیسټ او اکټوبر کې سختې جگړې وشوې، او لسگونه سرتیرو ته هم په کې مرگ ژوبله واوښته.

د جوزجان خماب، د غور مرغاب، د لوگر خروار، د بغلان دهنه غوري او نورستان منډول ولسوالۍ هم تیر کال څو ځله د جگړو سخت مرکزونه وو.

پخوانی پوځي محمد اسلم جهانمل وايي، هغه سرتیري چې ولسمشر غني یې وژل شوي بولي، شمیر یې ۴۵۰۰۰ زره دی، که ددې سرتیرو نیمايي وسلې هم طالبانو تر لاسه کړې وي نو هغوی دا مهال تر ۲۲۰۰۰ زره میله زیاتې وسلې یوازې له دې مدرکه تر لاسه کړې.

نوموړي گام نیوز ته وویل، چې په لرو پرتو ولسوالیو کې طالبان ټول په هغه وسلو جنگیږي چې له دولت سره دي، دا وسلې یا طالبانو نیولې، یا یې پیرلې او یا هم ایران او پاکستان ورکړې.

د جهانمل په خبره هغه شپني ټوپک چې طالبان یې په لویدیځ کې کاروي روسانو طالبانو ته ورکړل؛ خو اوس یې په اړه څوک نظر نه ورکوی.

خو بیا هم یوه لویه پوښتنه داده چې دا مهال څومره سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې او آیا دا سیمې د هغوی د تجهیز لپاره سرچینې لري او کنه؟

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي گام نیوز ته وویل، چې دا معلومات باید دفاع وزارت ورکړي.

خو دفاع وزارت زموږ له یوې اونۍ انتظار وروسته هم په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه شو.

سرچینه: گام نیوز

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون