افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

حکومت ولې طالبانو سره د مذاکراتي ټیم په جوړولو کې پاتې راغلی؟

د قطر بین الافغاني ناسته؛ افغان حکومت ولې د مذاکراتي ټیم جوړولو کې پاتې راغلی؟

د تېرې فبرورۍ پر پنځمه مسکو کې د بین الافغاني ناستې پرمهال پرېکړه وشوه چې بله ورته ناسته به د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.

دغه کوچنی خلیجي دولت له ۲۰۱۳ راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د طالبانو او امریکایانو ترمنځ یې څو پړاوه خبرو کې د منځگړي رول هم لوبولی.

د مسکو بین الافغاني ناسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او طالب سرمرکچي عباس ستانکزي په مشرۍ راڅرخېده. د دوی تر څنگ له کابله هم تر پنځوسو تنو د مهمو سیاسي لوریو مشرانو او استازو گډون درلود.

د مسکو له ناستې وروسته، د فبرورۍ له وروستیو د مارچ تر لومړنیو خلیلزاد له طالب استازو سره شپاړس ورځې خبرې وکړې. په پای کې دواړو غاړو د «پرمختگ» خبره وکړه.

دا ځل د دوحې د ناستې لپاره د کابو دوو سوو تنو افغان سیاسي څېرې، قومي مشران، مدني او سیاسي فعالان او خبریالان او تحلیلگران گډون کوي. څه موده وړاندې د غونډې د گډونوالو یو دوه سوه کسیز لیست هم په خواله رسنیو کې خپور شو.

افغان حکومت د مسکو له ناستې سره مخالف و او له سولې شورا څخه یې څوک غونډې ته ونه لېږل.

دا ځل د افغان حکومت دریځ بدل دی. د تېرې شنبې پر ورځ حکومت د پخلاینې د رهبري شورا په نوم داسې یوه ډله اعلان کړه چې د ولسمشر کرزي په گډون د مسکو د ناستو ټول مهم گډونوال په کې شامل وو.

د دغې ډلې د اعلان پرمهال حکومت ژمنه وکړه چې له همدې ډلې به له طالبانو سره یو مذاکراتي ټیم هم د چارشنبې پر ورځ اعلانوي؛ خو دا کار وځنډېد.

حکومت له څه وېره لري؟

ټاکل شوې وه چې د سولې د مذاکراتو او بین الافغاني ناستو لپاره د حکومت له لوري د پخلاینې د رهبري شورا پرون د اپریل پر ۱۳مه خپلې چارې بشپړې کړې ، خو د دې شورا ویاند ومنله، چې د ناستې د گډونوالو پر سر د اختلاف له کبله دا کار ځنډيدلی دی.

د شورا ویاند ښاغلي عمر داودزي وویل: د شورا کاري کمېټې تر یوه چتر لاندې اوس په دې کار کوي چې د قطر غونډې ته څوک او څومره شمېر کسان لاړ او کومې مسئلې مطرح کړي، خو نوموړي ومنله چې نانندرۍ لا هم شته . د ښاغلي داودزي په خبره، دا چې څه شمېر کسان قطر ته لاړ شي، له اختلافي مسائلو یوه ده. د پخلاینې د رهبري شورا د تېرې چهارشنبې ورځې غونډه کې په دې اړه هوکړه ونه شوه. د ځینو نظر دا و چې لږ شمېر کسان دې لاړ شي، ځینو نور بیا ویل چې کسان باید ډېر وي، ځکه د دوی په وینا قطر درې – څلور سوه کسانو ته چمتوالی ښوولی دی. کله چې د گډونوالو لست نهایي شوی نه دی او کله چې گډونوال وټاکل شي، نو بیا به د ولسمشر د ځانگړي فرمان له مخې په دې اړه پرېکړه وکړي.

یو شمېر سیاسي شنونکي او د سولې فعالان په دې اند دي، چې حکومت او ولسمشر د سولې تر راتلو ډېر د د واک د بقاء په فکر کې دي. همدارنگه پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له امریکا غږ سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د دوحې تر ناستې مخکې د سولې مشورتي جرگه رابلل چندان گټه نشي لرلی. د هغه په خبره سوله ډېره مهمه ده او باید چې د را ستنولو د هڅو په وړاندې يې له خنډونو جوړولو ډډه وشي.

سیاسي شنونکی او لیکوال نظر محمد مطمین وايي، په کار ده چې د سولې هڅې او د حکومت غوښتنې سره بېلې شي، همدارنگه د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان هم خپلې ځانگړې غوښتنې او هڅې لري، کرزي او ځینو نورو سیاستوالو ته په کار ده چې د سولې هڅې حکومت ته د رسیدو او په حکومت کې پاتې کېدو، واک غځیدو له هڅو څخه جلا وگڼي.

د حکومت له لوري د پخلایني د رهبري شورا له اعلان سره دا هیلې هم پيدا شوې چې گوندي حکومت او پخوانیو چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد له لیدنو-کتنو او آن پيغور وروسته چې گنې په شپږو میاشتو کې يې د سولې لپاره خپل مذاکراتي ټیم جوړ نه شو کړای، حکومت د دوحې بین الافغاني ناستې د گډونوالو د تگ مخنیوی نه کوي، بلکې نور هم خپل کسان ورته هڅوي او په دې کار کې د پخوا په پرتله جدي بريښي؛ خو د گډونوالو او موضوعاتو د اعلان ځنډیدو یو ځل بیا د سولې په تړاو د حکومت د ارادې په اړه سوالونه راپورته کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون