افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

د دوحې ناسته: د حکومت له لوري د سولې خبرو ته د جگړې لښکر لېږل څه معنا؟!

تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ د دوحې بين الافغاني ناستې کې د گډون لپاره د ۲۵۰ کسانو يو نوملړ خپور کړی، چې ډېری گډونوال يې د جگړې ‏خوښوونکي او يا هم مجهول الهويه کسان دي او په ورته وخت کې د جمعيت اسلامي د اجراييه مشر عطامحمد نور په گډون يو شمېر سياستوالو له ‏دغه نوملړ سره مخالفت اعلان کړی، خو مخکيني ولسمشر حامد کرزي يې په داسې حال کې ملاتړ کړی، چې دی په خپله په دې ناسته کې ‏گډون نه کوي.‏

عطامحمد نور ويلي، چې حکومت دغې ناستې ته داسې کسان معرفي کړي، چې ډېری يې د سولې د روانو خبرو مخالف او حکومتي چارواکي دي او ‏زياته کړې يې ده، چې په دې نوملړ کې «د جهاد او مقاومت» برخې ته ونډه نه ده ورکړل شوې.‏

حامد کرزي ويلي، چې د دغه نوملړ ملاتړ کوي، په داسې حال کې، چې دی په خپله د دوحې په ناسته کې گډون نه کوي.‏

حامد کرزي ته نږدې سرچينې وايي، چې د هغه د نه گډون يو لامل هغه اندېښنه ده، چې شايد دغه غونډه د گډوډۍ ښکار شي او دی نه غواړي، ‏چې د داسې غونډې گډونوال شي، چې د افغان کلتور او عنعاتو درناوی پکې نه وي.‏

د حکومت له لوري دغې ناستې کې د گډون لپاره د امرالله صالح په څېر کسانو لېږلو د خلکو اندېښنې راپارولي، چې دغه ډول کسان له طالبانو ‏سره د خبرو سر سخت مخالف او جگړه غوښتونکي دي او شونې ده، چې په خپل گډون د دوحې ناسته له گډوډۍ سره مخ کړي.‏
حکومت ټينگار کوي، چې له کابله تلونکی پلاوی به له طالبانو سره په خبرو کې د حکومت سرې کرښې معلومې کړي.‏

سرې کرښې څه دي؟

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايي، چې حکومت لپاره سرې کرښې د افغانستان اسلامي جمهوريت، په ټوليزه توگه د اساسي قانون منل، ټاکنې او د ‏مېرمنو حقوق دي.‏

خو طالبانو تېره ورځ يو ځل بيا د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو ټينگار کړی، چې هېڅوک د حکومت په استازولۍ په دغه ناسته کې گډون نه شي ‏کولی او نه به هم چا ته اجازه ورکړي، چې د حکومت له دريځه په دغه ناسته کې گډون وکړي.‏

ځينې سرچينې دا هم وايي، چې ارگ د قطر حکومت ته د دوحې د ناستې د گډونوالو نوملړ لېږلی، خو طالبانو رد کړی دی.‏
يوه بله اندېښنه دا هم شته، چې د حکومت په نوملړ کې د ضد او نقیض فکر لرونکي کسان شامل دي او دا وېره شته، چې دوی د دوحې په ناسته ‏کې په خپلو کې سره په شخړو واوړي او غونډه د گډوډۍ ښکار شي.‏

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون