سلايډ (فيچر) نظر

د غني۲۵۰ کسان، ولې؟

 ډاکتر فيض محمد ځلاند

افغان سوله د افغان جگړې هومره کړکیچنه او له کگلیچونو ډکه ښکاري. د دې ستونزو په هواري کې د ملي وحدت د حکومت لوی مسولیت پروت دی. په تېرو اتلسو کلنو کې لومړی ځل دی چې امریکا د جگړې د پای ته رسولو تابیا نیولي، نیت یې کړی چې خپلې ستراټیژیکې گټې د افغان جگړې پر ځای په افغان سوله کې ولټوي، خو له بده مرغه چې د امریکا افغان پارټنر ( شریک ملگری) د کابل حکومت په داسې دوه رنگۍ خپل سیاستونه په مخ بیا یې چې د افغان ولس ستره هیله ( سوله ) یې له کاواکۍ او ستونزې سره مخ کړې ده.

د افغان سولې اړوند د امریکا او طالبانو د پنځو بریالیو پړاوونو پایله دا شوې چې اوس باید افغان لورې ( طالبان، د ملي وحدت حکومت، سیاسي ډلې…) جوړجاړې ته کیني، د دې جوړجاړې د رامنځته کیدو لپاره د طالبانو دا شرط چې مخامخ له افغان حکومت سره نه کیني، د بین الافغاني بحث اساس او بیناد جوړوي. امریکا د طالبانو دا شرط ځکه منلی چې خپله ستونزه یې، د سولې شرایط یې، د جگړې د درېدا ارونه یې له طالبانو سره پرته د افغان حکومت له حضوره تمام کړل. داسې شواهد شته چې امریکا او طالبان په دوه مسلو ( د امریکایې پوځیانو په وتلو او د طالبانو را گرځیدا وروسته امریکا د نه تهدید) په خبرو هوکړې ته رسیدلي، خو دوه نورې مسلې چې ( د افغان لوریو ترمنځ گډ تفاهم او د اوربند) مسله به په بین الافغاني ناستو کې ترسره کیږي لا هم د افغانانو ترمنځ د گډ تفاهم او خبرو پایلو ته پاتې شرایط دي.

ډاکتر صیب غني چې د خپلې ناکامي پنځه کلنې دورې پای ته نژدې دی، غواړې د خپلې ناکامۍ غچ له افغان سولې واخلي، هېواد داسې یو کړکیچ ته ټیل وهي چې افغان مظلوم ولس د ده د پنځو کلو ناکردې هېرې کړي او په داسې عذاب مبتلا شي چې د کفن کش کیسه پرې تکرار شي. له دې امله، د مسکو د بریالي ناستې را پدیخوا غني په دې لټه کې دی چې د افغانانو ( طالبان او سیاسیونو ) ترمنځ هر ډوله ناسته مختله کړې، پایلې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، د سولې پر ځای ټاکنو ته لومړیتوب ورکړي او په دې توگه خپله ناکامه پنځه کلنه دوره، پنځه نورو کلنو ته وغځوي.

غني د شنډ او خنډ په طرحو کې ډېر بریالی ښکاري ځکه کله چې د مسکو ناسته د طالبانو او له کابل څخه د حامد کرزي په مشرۍ د پلاوې ترمنځ ترسره شوه، نړیوال ته دا تمه پیدا شوه چې نور نو افغانان خپلو کې جوړیږي، د سولې روان بهیر بریالی کیږي، ټاکنې باید وځڼدول شي، سوله رامخته شي، نو د امریکا ، قطر شاهي دولت، طالبانو او افغان سیاسیونو په غوښتنه دا هوکړه وشوه چې د اپریل په شلمه به د بین الافغاني غونډې دویم پړاو په دوحه کې ترسره کیږي. د همدې اعلان سره سم، غني د افغان سولې اړوند له خپل پسیف ( غیری فعال) سیاست څخه اکټیف ( فعال) حالت ته راگرځي. د سولې د رهبري شورا تر نامه لاندې یوه ناقصه طرحه عملي کوي، تر څو افغان سیاسي مشران دیته اړ کړې چې په سوله کې د غني مشرتوب او دده د مذاکرتي ډلې استازیتوب له طالبانو سره ومني، افغان سیاسیون چې د غني خودخواهۍ ته پام کیږي، د سولې له رهبرۍ شورا خپلې پښې سپکوي. غني چې نن له هر بل چا او وخته زیات منزوي شوی دی، د سولې د ارزښت او د ولس د هیلو په سپکولو کې خپله درنه لټوي. د قطر د شاهي دولت په غوښتنه له خلیلزاد د شاوخوا ۱۵۰ کسانو د گډون غوښتنه وشوه چې د بین الافغاني بحث د دویم پړاو خبرو ته تابیا ونیولی شي، د گډون کوونکو په نوملړ کې غني ډېره فاسده لاسوهنه وکړه، د ۱۵۰ کسانو پر ځای یې ۲۵۰ داسې کسان چې اکثریت یې د وطن په غم ښاد دي، د جگړې ټټوگان دي، د جگړې دوام ته ډولونه وهي دا یې پرته له مشورې له رسنیو سره شریک کړل، تر څو د افغانانو ترمنځ، د سولې د غونډې د گډونوالو ترمنځ بې باورې، شخصیت وژنه او اختلاف ته لار هواره کړي او په دې توگه د دوحې ناسته له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. د غني د ناجوړه لیست په وړاندې کرزی دوحی ته له تگ په شا شو، اتمر، قانوني، محقق، عطا محمد نور له تگه په شا شول، په دې توگه د قطر حکومت پریکړه وکړه چې موږ هم الوتکه کابل ته نه لیږو، د سولې غونډه ځنډو. غونډه کیدای شي ترسره شي، خو د غونډې پیغام غني سپک کړ، غونډه کیدای شي ترسره شي خو د غونډې گډونوال غني یو له بل سره په نانندریو کې کړل، غونډه کیدای شي ترسره شي خو د غونډې کیفیت د کمیت تر اغېز لاندې راغی، غونډه کیدای شي ترسره خو غني غونډه د بین الافغاني ډیلاگ د پیل د پاره خنډ کړه. غني یو ځل بیا بریالی شو، افغان مظلوم ولس ناکام شو، خو تر کله !!!

موزي په مینه څه پوهیږي

په نس یې موړ که ترسهار خوب کوینه !

وروستي

زېرمتون