افغانستان سلايډ (فيچر)

د قطر د ناستې د ځنډ په تړاو د طالبانو سپېناوی

طالبانو د قطر د بین الافغاني ناستې د لغو کېدو او د سولې د هڅو د خنډ او ځنډ په اړه تفصيلي اعلامیه ورکړې.

د طالب ویاند ذبيح الله مجاهد له ادرسه رسنیو ته په استول شوې وینا پاڼه کې راغلي چې د قطر ناسته کې د مسکو د هغې په پرتله څو چنده زیاتو پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو او افغانانو ته د ګډون بلنه ورکول شوې وه او په ډېر اهتمام سره د ناستې ټولې چارې بشپړې شوې وې،خو حکومت په لوی لاس د سولې د دې بین الافغاني ناستې د شنډولو او ناکامولو هڅې وکړې.

مجاهد ویلي چې د حکومت له لورې اوږد نوملړ په ډېر لنډ وخت او د سولې د منتظمینو سره له شریکولو پرته اعلان شو. په کار وه چې لومړی د ناستې له کوربنو او سنبالوونکو سره شریک شوی وای.

طالبانو ولس او نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې د دوی سیاسي مشر او مذاکراتي ټيم په ډېر زغم سره کار کوي او د واقعې سولې او افغان شموله اسلامي نظام تر را ستنولو پورې به ستړي نشي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون