امنيت راپور

ترکيه به سوريه کې خوندي سيمه رامنځ ته کړای شي؟

په سوريه کې د پوځي اپوزيسيون يوه مشر ويلي دي چې د سوريې په پولو کې د ترکي پوځ عمليات به وکړای شي چې سوريه کې خوندي سيمه رامنځ ته کړي. که څه هم ترکيې څلور کاله وړاندې د دغه ډول خوندي ځای د رامنځ ته کولو وړانديز کړی و، مګر د غربي هېوادونو، په ځانګړې توګه د امريکا، له لورې يې مثبت يا منفي ځواب ترلاسه نه کړ.

اوس چې د سوريې حالت تر څلور کاله وړاندې ډېر خراب شوی او جګړه کې مختلف لوري هم رامنځ ته شوي، د ترکي پوځ دغه اقدام به د خوندي ځای په رامنځ ته کولو بريالی شي؟

د الجزيره ټلويزيوني شبکې «ماوراء الخبر» پروګرام په پرونۍ (پنجشنبې) حلقه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی. له استانبول څخه مېلمه، چنګېز تومار، چې د منځني ختيځ د زده کړو انسټيټيوټ کې د نړيوالو اړيکو استاد دی، ويلي دي چې اوس چې ترکيه ډېر ټينګار کوي چې خپلو پولو کې داعش او کردي پوځ نه پرېږدي، په سوريه کې د خوندي سيمې رامنځ ته کېدل ډېر ممکن ښکاري.

هغه زياته کړه چې ترکي پوځ به د «سوريې آزاد پوځ» سره د جنوب تر الباب ښار پورې ځي او سيمه به له مخالفينو خالي کوي. مګر د يادونې وړ ده چې تر الباب ښار پورې تللو کې به روس او امريکا له ترکيې سره موافقه کوي، ځکه چې دا به د هوايي بريدونو له شتون سره ناممکن وي.

تومار دغه راز ويلي دي چې ترکيه د سوريې په تړاو خپلو سياستونو کې له ځينو مسايلو تېره شوې، ځکه چې ترکي دولت اوسمهال له کردي ګوند، فتح الله ګولن او داعش سره ستونزې لري. هغه زياته کړې چې که چېرته روسيه پر ايران او سوريې فشار راولي، په سوريه کې خوندي سيمه ممکن ده.

بلې خوا پخوانی روسي ډيپلومات ويتشيسلاف ماتوزوف له تومار سره د خوندي سيمې په تړاو موافق دی، او هغه وايي چې روسي پوځي اډه له ترکي پولې څخه څو کيلومتره لرې پرته ده.
هغه زياته کړې چې روسيې او سوري حکومت د خوندي سيمې شتون ځکه ردول، چې دوی د سوري حکومت واکمني اولويت باله، مګر اوس چې ترکيې ډېر مثبت رول ولوباوه او د سوريې د وېشلو مخه يې ونيوله، د خوندي سيمې رامنځ ته کول ممکن ښکاري. خو هغه دغه راز وويل چې خوندي سيمه بايد د جګړې د ادامې له پاره نه وي، بلکې په جنيوا کې خبرې اترې پرمخ بوځي.

بلې خوا د سوري اپوزېسيون وياند منذر ماخوس ويلي دي چې د ترکيې، سوري نظام، روسيې او ايران ترمنځ ناممکن دی، ځکه چې د انقرې او مسکو ترمنځ اړيکې اقتصادي دي، او ګډ سياست به تر ډېرې مودې دوام ونه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون