افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

طالبان به د سولې مشورتي جرگې مشورې ومني؟

ټاکل شوې، چې حکومت د روان بحران د پای ته رسولو په موخه په کابل کې د سولې  مشورتي جرگه جوړه کړي او دغه جرگه به له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه حکومت او طالبانو ته مشورې ورکړي.

د سولې مشورتي جرگې د جوړوونکي کميسيون  مشر عمر داودزي ويلي، چې په دغه جرگه کې به د هېواد له ټولو ولايتونو او ولسواليو خلک گډون وکړي او د سولې په برخه کې به حکومت ته خپلې مشورې ورکړي.

داودزي په کابل کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال پر طالبانو هم غږ کړی، چې د سولې مشوورتي جرگې مشوري ومني او زياته کړې  يې ده، چې  سوله  په هغه صورت کې ممکنه ده، چې طالبان او حکومت دواړه په خپلو دريځونو کې بدلون راولي او يوې هوکړې ته ورسيږي.

ښاغلي داودزي په داسې  حال له طالبانو د مشورتي جرگې د مشورو منلو غوښتنه کړې، چې تر اوسه نه ده روښانه،  چې دغه جرگه به څه مشوره او پرېکړه وکړي.

طالبانو په دغه ناسته کې خپل گډون لا له مخکې رد کړی او زياته کړې يې ده، چې د افغانستان حکومت د سولې او مذاکراتو بهير  په اړه د پرېکړې واک نه لري او د سولې مشورتي جرگه يې «نمايشي» بللې ده.

طالبان ټينگار کوي، چې د افغانستان روان بحران د پای ته رسولو  په  موخه بايد  لومړی له امریکا سره مذاکرات وکړي او د  بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته پر کورينو خبرو د بحث لپاره له افغان لوري سره خبرې وکړي، خو افغان حکومت ټينگار کوي،چې طالبان دې د امریکا پر ځای له دوی سره خبرې وکړي.

د طالبانو د مشرتابه دفتر مشر او د سولې مرکچي پلاوي غړي مولوي اميرخان متقي تېره ورځ په دوحه کې له امریکا او اروپا ورغلي د افغانانو پلاوي سره د خبرو پر مهال يو ځل بيا ټینگار کړی، چې افغان حکومت سره خبرې نه کوي او په وينا يې افغان چارواکي په افغانستان کې د بمباريو  او چاپو پر مهال د وژل شوو ولسي  وگړو، د هغوی کورونو او جوماتونو د نړولو پر وړاندې غبرگون نه شي ښوولی، نو د بهرنيو پوځيانو د وتلو په اړه به څنگه پرېکړه وکړي.

داسې ښکاري، چې د حکومت د ټينگار سربېره به هم طالبان د سولې مشورتي جرگې پرېکړه ونه مني؛ ځکه هغوی دغه جرگه «بې گټې او نمايشي» بللې ده.

دا په داسې حال کې، چې د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله، د ولسمشريزو ټاکنو نوماند حنيف اتمر او رحمت الله نبيل سربېره اوو ټاکنیزو ټيمونو، يو شمېر نورو سياسي گوندونو او ديني علماوو له دغې مشورتي جرگې سره پرېکون اعلان کړی او دا يې د ولسمشر غني له لوري د خپلو ټاکنيزو سياليو کمپاین بللی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون