افغانستان رسنۍ سلايډ (فيچر) نړيوالې

مليټري ټايمز: افغانستان کې د مېشتو امریکايي عسکرو کورنۍ د ژر را وتلو په تمه دي

یو شمېر هغو امریکايي عسکرو، چې مخکې افغانستان کې نظامي ماموریت کې پاته شوي او دنده یې تر سره کړې خپله او د ځینو عسکرو کورنیو په یوه تازه ټولپوښتنه کې په یوه خوله له افغانستانه د بهرني عسکر د را وتلو تمه ښوولې.

په امریکا کې د پخوانیو عسکرو په نامه یوې ټولنې چې د ټرمپ ادارې سره تړاو لري، ملیټري ټایمز ته په خبرو کې ویلي، ښاغلی ټرمپ باید خپلې ژمنې پر ځای کړي او خپل عسکر له افغانستانه را وباسي.

د کنسرنډ ویټرانز فار امریکا ټولنې مشر ډان کلاډویل ملیټري ټایمز رسنۍ ته وویل: پخوانیو عسکرو او کورنیو یې د امریکا د نه ختمېدونکې جګړې زیات بوج ګاللی دی؛خو له دوو لسیزو جګړې وروسته اوس دواړه ډلې په ډاګه غواړي چې نور باید امریکا خپلې بهرنۍ پالیسي ته تغییر ورکړي.

د سروې له مخې ۶۰% پخوانيو امریکایي عسکر او د اوسنيو عسکرو کورنۍ په دې اند دي، چې نور په افغانستان کې د ځواکونو پاته کېدل هیڅ ګټه نه لري او د امریکا امنیت نشي اغېزمن کولی.

د یادونې ده چې د امریکايي عسکرو او کورنیو نظر یې په دې وجه هم مهم بلل کیږي ،چې د افغانستان د جګړې پېټی تر ټولو د دوی پر اوږو زیات پروت دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون