افغانستان سلايډ (فيچر)

د یوناما مشر قطر کې د طالبانو د سیاسي ‌دفتر له مشر سره کتلي‌

قطر کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نمائندګۍ یا د یوناما مشر تدامچي‌ یاماماتو سره د ملکي‌تلفاتو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه کتنه کړې.‌

د طالبانو ویاند رسنیو ته د دې کتنې په اړه په استولې خبرپاڼه کې ویلي،‌چې ملا برادر اخند د یوناما له مشر سره په لومړنۍ کتنه کې له ملګرو ملتونو څخه د ملکي خلکو د ژوند او امنیت د خوندیتابه لپاره د هلو‌ځلو او د ګډو ځواکونو له لورې د ملکي‌ تلفاتو د کچې په راکمولو کې د دوی د همکاري غوښتنه کړې.

ویل کېږي‌ طالب مشر ملا عبدالغني برادر ښاغلي‌ یاماماتو او د یوناما څانګې ته د بې پرې او پر حقایقو ولاړو پلټنو د کولو سپارښتنه هم کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون