افغانستان راپور سلايډ (فيچر)

کرزی: د «سولې مشورتي لویې جرګې» له نامه استفاده د زغم وړ نه ده

پخواني ولسمشر په هېواد کې د سولې د مشورتي لویې جرګې او همدارنګه یو لړ نورو مهمو تازه موضوعاتو په اړه تازه څرګندونې کړې او د «سولې مشورتي لویې جرګې» د هدف او څرنګوالي په اړه یې شک ښوولی.

ښاغلي کرزي د روسیې د سپوټينک نیوز ویب پاڼې سره په خپله تازه مرکه کې ، چې د اپریل په ۲۶مه یې ورسره کړې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ولسمشر غني له لورې په رابلل شوې «د سولي مشورتي لویه جرګه» کې به ګډون وکړي که نه. د دې جرګې د دایرولو په اړه شک څرګند کړی او زیاته کړې يې ده، چې په دې اړه له خلکو سره په سلا مشورو بوخت دی، چې د دې جرګې دایرول د هېواد په خیر دی او که په زیان؟!

د سولې مشورتې لویې جرګې سره د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او ښاغلي حنیف اتمر په شمول د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ډېری نوماندانو او غوڅ شمېر سیاسیونو له دې جرګې سره مخالفت کړی او دا یې د هېواد د سیاسي بحران د حل لپاره مناسبه نه ده بللې ، بلکې دا یې د ولسمشر غني د قدرت د بقاء او نورو موخو لپاره تش په نامه لویه جرګه بللې.

د مسکو او دوحې بین الافغاني ناستې:

کرزي همداراز د دوحې د بین الافغاني ناستې د لغوه کولو او پکې د هېواد د سمې استازولۍ په اړه د ناغیړۍ ګوته د ولسمشر غني حکومت ته نیولې، چې ګنې په لوی لاس یې دا ښه چانس له لاسه ورکړ.

د نوموړي په خبره، څرنګه د مسکو بین الافغاني ناسته په ۱۵ ورځو کې همغږې شوه؛ خو د قطر ناسته په دوو میاشتو کې هم همغږي نکړای شوه، دا د پوښتنې وړ ده.

د ښاغلي کرزي په خبره د مسکو بین الافغاني ناسته یو فوق العاده مهم ګام او پر ځای نوښت و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون