سلايډ (فيچر) نظر

لویه جرگه که د واک غځوونې بهانه

 ابو حامد

جرگه په لغت کې د غېږ نیولو کړۍ، کړۍ جوړول او د خلکو او څارویو کتار کېدلو ته وایې، او په اصطلاح کې د افغانانو هغې تاریخي عنعنوي موسسې او غونډې ته وایي، چې د اوږدو زمانو په بهیر کې یې زموږ د اولس ټولې ټولنیزې قومي او ملي، سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، کلتوري او حتی مذهبي شخړې، ستونزې، ناندرۍ، تاوتریخوالی او خنډونه له منځه وړي او حل کړي او په دې برخه کې یې غوڅې پرېکړې او فیصلې کړي او کوټلي تصمیمونه یې نیولي دي. خو مرکه تر جرگې وړه حلقه ده، چې د کلي کور واړه موضوعات او شخړې حل کوي او جرگه د لویو او مهمو مسایلو د حل له پاره جوړیږي.

کله چې جرگې ته وړاندې کېدونکې موضوع د اهمیت او کیفیت له مخې لویه او پراخه وي له جرگې سره سم د لویه کلمه زیاتېږي او لویه جرگه یې بولي، زموږ په تاریخ کې د لویوجرگو شمېره زیاته ده او په سلهاو جرگې شته، چې مهمې تاریخي پرېکړې یې کړي او تاریخي ارزښت یې خوندي شوی دی.

د جرگې همدا اهمیت او ټولنیز ارزښت دی، چې افغاني حکومتونو (خصوصاٌ تر خپلواکۍ وروسته) لویه جرگه د ملت د ارادې په توگه په رسمیت ومنله او د راغوښتو ټاکلي وختونه یې ورته وټاکل، تر دې چې د ۱۳۴۳ کال په اساسي قانون کې لویې جرگې ته یو ځانگړی څپرکی پرانستل شو. په دې ډول جرگه په رسمي توگه له اولس سره د تړلیو ټولو انتخابي بهیرونو له پاره وکاروله شوه.

د افغانستان اوسني اساسي قانون شپږم فصل يوسلو لسمه او یوولسمو مادو کې لویه جرگه داسې تعریف شوې ده: “لويه جرگه د افغانستان د خلكو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دى. لويه جرگه، ۱: د ملي شورى له غړيو، ۲: د ولايتونو او ولسواليو د جرگو له رئيسانو جوړېږي. وزيران، د سترې محكمې رئيس او غړي كولاى شي  د لويې جرگې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، گډون وكړي. يو سلو يوولسمه ماده: لويه جرگه په لاندينيو حالاتو كې دايرييږي. ۱: د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول. ۲: ددې اساسي قانون د حكمونو تعديل. ۳: ددې اساسي قانون د (نهه شپېتمې) مادې له مخې د جمهور رئيس محاكمه كول. يوسلو دولسمه ماده: لويه جرگه په لومړۍ غونډه كې، د غړيو له منځه يو تن د رئيس، يو تن د مرستيال او دوه تنه د منشى او دمنشي د نايب په توگه ټاكي”.

وروسته تر هغه چې په ۱۳۴۳ کال جرگه په اساسي قانون کې ځای کړای شوه، دغه توری ډېر پراخ شو. ملي او سیمه ییزو ناستو او غونډو ته هم “جرگه” وویل شول ملي شورا ته هم “ولسي جرگه” وویل شوه او “مشرانو جرگه” وټاکل شوه او د ولایت د سلا مشورې ناسته هم “د ولایت جرگه” ونومول شوه.

 

له پورتني بحث څخه دا ثابته شوه چې لویه جرگه یو هغه دروند او با صلاحیته افغاني ارزښت دی چې په اصل کې د افغاني حکومتونو بستر دی او د افغانۍ خاورې په باره کې ټول مهم او قاطع تصامیم په همدې با ارزښته او قیمتې منبع کې نیول کیده او تر اوسه پورې لا نیول کیږي، او ټول افغانان د لويې جرگې پریکړي په داسې توگه مني چې بلکل لکه د یو دیني حکم په اساس چې مطرح شوي وي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د حکومت او د طالبانو تر مینځ د سولې د خبرو میزونه تاوده شوي دي او تر اوسه پورې په ډیرو ځایونو کې د طالبانو استازي او د امریکایانو استازو لیده کاته سره کړي دي. خو د طالبانو او د حکومت تر مینځ مخامخ بین الافغاني ډیالوگ لپاره د حکومت په ظاهره داسې ښکاري چې افغان حکومت هم هڅه کوي چې د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې پیل کړي خو د طالبانو لخوا رد شوې دې، نو د افغان حکومت نوی ابتکار هغه د لویې جرگې راغوښتل و، او دادی لویه جرگه يې را وغوښتله او د کابل ښار یو ځل بیا د حکومت په خوښه د لویې جرگې کوربه دی. خو سوال دادی چې رېښتیا دا لویه جرگه ده؟ رېښتیا د اوسنۍ لویې جرگې موضوع دومره لویه ده چې باید دا تصمیم ورته نیول شوای وای؟ آیا رېښتیا د لویې جرگې د دایرولو مناسب وخت همدا دی؟ آیا په رېښتیا په دې لویه جرگه افغاني سپین روبي سره را یو ځای شوي دي؟ آیا دا لویه جرگه به قاطعه وې او که فقط یو نمایش او یو سمبولیکه او د نورو اهدافو لپاره به وکارول شي؟ آیا دا لویه جرگه په رېښتیا د افغان ولس څخه نماینده گې کولای شي؟

راځم دلته لیږ وضاحت ورکوم: دا چې رېښتیا لویه جرگه ده او کنه؟ نو زه وایم لویه جرگه دوه مهم رکنونه لري یو یې د افغان ولس واقعي او ولسي نمایندگان، دویم یې دادی چې باید موضوع لويه وې. نو که موږ وگورو د لویې جرگې اوسني گډون کوونکي ټول د ارگ خپل په خوښه میلمانه او د ارگ د پالیسو په مخه وړونکي خلک دي، د ولس نماینده گان ورته ویل دروغ دي او د ولس په سترگو کې خاورې اچول دي.

او بل دا چې ددې لویې جرگې موضوع لویه نه ده، بلکې ددې لویې جرگې ټوله خبره داده چې آیا له طالبانو سره سوله وکړو او کنه؟ او دا خو له شریعت نه را وروسته، نړیوال قوانین، ملي قوانین، بشري حقوق، خپله ټول افغان ولس، بلکې خارجي قوتونه چې په افغانستان کې میشت دي ټول په جهر وایې چې سوله باید وشي بلکې هغوی ټول وایې چې زر تر زره بې قیده او بې شرطه بین الافغاني سوله وشي او نور دې څلویښت کلن ناورین ته د پای ټکی کیښودل شي. نو د لويې جرگې لپاره یې موضوع هم لویه نه ده، بلکې فقط د هو او د یا خبره ده. او که څوک ووایې چې موږ له طالبانو سره د سولې په شرایطو او یا نورو غوښتنو بحث کوو، نو زه به ووایم چې دا هلته ممکن و، چې کله حکومت او طالبان یو وار په یو میز سره کښیناستلي وای. اما تر اوسه د طالبانو له لوري حکومت ته حتی یو شین څراغ هم لا نه دی ورکول شوی، پاتې شو د شرایطو او غوښتنو خبره هغه خو بیخې لا د چا په فکر کې هم نشته دی.

او بله خبره چې آیا په دې لویه جرگه کې رېښتیا افغاني مشران او ددې خاوري د خلکو نمایندگانو گډون کړی او کنه؟ نو دا خو تر لمر واضحه ده چې جواب منفي دی. حکومت به هیڅکله هم ددې خاورې له اصلي نمایندگانو څخه د دوی خبره وا نه وري، ځکه ولسي نمایندگان خو د ولس درد بیانوي او د ولس درد حکومت نه اوري بلکي د ولس تر ۳۰۰ زیاتو مخور او مشهور شخصیتونه، نه دا چې په دې جرگه کې به گډون نه کوي بلکې هغوی پخپله د همدې لویې جرگې دایرول تحریم کړل، چې دا د افغانستان په معاصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د لویې جرگې په تاریخ باندې ور اضافه شوو، چې موږ داسې لویې جرگې هم درلودې چې د ولس ټولو نمایندگانو د جرگې دایرول تحریم کړی و، گډون خو یې بیخې ورپکې کړی نه و، خو بیا هم د حکومت لخوا ورته لویه مشورتې جرگه ویل شوې وه، د ۵ میلیونو ډالرو په مصرف یې دایره کړې وه.

پاتې شو دا چې آیا دا جرگه به قاطع گام پورته کړې او که هسي نمایشي رنگ به ولري؟ نو دا خو واضح دی چې کله د جرگې موضوع لویه نه وې، مخالف لوری ( طالبان) د حکومت سره بلکل له خبرو کولو څخه منکر دي او بل خوا هیڅ یو ولسي مشر په دې جرگه کې گډون نلري، بلکې ټول د ارگ فرمایشي او را غوښتل شوي خلک دي، دا په رېښتیا یو نمایش دی، یو وخت تیریدل دي، او لیري نه دی چې ارگ مشر دي ددې لویې جرگې څخه د خپلو ټاکنو لپاره یو کمپاین وکړي چې ډیری د چارو پوهان همدا وایې او په دې کې شک هم نشته دی ځکه یو څوک چې د خپلې ښځې په لاس د پنځه سوه افغانیو په بدل کې له افغانو میرمنو څخه د هغوی پیژندپاڼې را ټوله وي چې ارگ مشر بیا ټاکنې وگټې، نو لویه جرگه کې خو دا کار په اسانه توگه کیدای شي. که چیري حکومت رېښتیا هم د سولې په غم کې وای سږ کال به یې تر طالبانو مخکې د خالد په نوم د عملیاتو اعلان نه کول.

د حکومت موجوده له فریبه ډک حالت ته په کتو سره په ډاگه ویلای شو چې دا لویه جرگه د ولس لویه جرگه نه ده بلکې دا د ارگ لویه جرگه ده او ولس ورپکې گډون نه کوي، حکومت د ولس په ۵ میلیونه ډالرو خپل راتلونکي لپاره کمپاین کوي او د خلکو سترگو ته خاورې ورشیندي.

په دې لویه جرگه کې خپله د اشرف غني هدف دادی چې هغه لکه د اساسي قانون ارزښت تر پښو لاندې کړ، او په اساسي قانون یې له اولې ورځې معامله وکړه، اوس غواړي چې زموږ یو بل ملي ارزښت چې لویه جرگه ده هغه هم راته بې ارزښته کړې او دا ملي ارزښت هم د خپلو گټو لپاره وکاروي. خو دی دې په دې پوه شي چې ولس نور بیدار دی او هر څه ته یې پام دی. لکه چې تنها شو، همداسې تنها به پاتې وي. ملت او د ملت رېښتني نماینده گان به د ملي ارزښتونو د ساتلو په پار له هر څه نه پرده پورته کوي او د اشرف غني غوندي د هر معامله گر، معامله او فریب به رسوا کوي او د هغه مخه به نیسي.

د یو له ارزښتونو څخه د ډک افغانستان په هیله….

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون